کورپاڼه / جالب / څېړنه: خره او آسونه دښتې زرغونولی شي

څېړنه: خره او آسونه دښتې زرغونولی شي

د خرو، کچرو او ځنګلي آسونو په اړه یوه په زړه پورې موندنه شوې او ویل شوي چې دغه حیواناتو د خپلې تندې د ماتولو لپاره کوهیان یا څاه ګانې کیندي او له دې وروسته یې اوبه نور حیوانات څښي او دغه کړنه د ژویو د رنګا رنګۍ سبب کېږي.

د ارهس پوهنتون او ډنمارکي څېړونکي ایرک لیونډ ګرن او ملګرو یې د ایریزونا سونورن په دښته کې څلور چینې څېړلي، که څه هم دغه چینې له ځمکې راوځي خو ډېر ژر بېرته وچېږي او ساینسپوهانو په ۲۰۱۵، ۲۰۱۶ او ۲۰۱۸ کال د اوړي په موسم دغه چینې وڅېړلې او معلومه یې کړه چې دغه چینې خرو او آسونو کیندلي دي.

ایرک وایي چې دا ډېره ګرمه او وچه دښته ده، خو ځینې داسې حیرانوونکې ځایونه هم لري چې تازه اوبه ور پکې دي او آسونو او خرونه تر دوو میترو پورې کندې کیندي چې کوهي یا څاه ورته ویل کېږي.

څېړونکې ډلې په دې څاه ګانو ۵۹ ډوله حیوانات لېدل چې ۵۷ ډولو ترې اوبه څښلې او په زړه پورې یې دا ده، په کومه سیمه کې چې اوبه یې درلودې ۵۱ ډول ډېر حیوانات پکې لیدل شوي دي.

چې په دې حیواناتو کې هوسۍ، نولي، مړزان، تورې ایږې او نور حیوانات شامل دي، دغه راز دا هم ویل شوي چې خرونو او آسونه یو دښته زرغونولی شي

دا هم ولولئ

هغه سل کلن ساعت چې د یوې زلزلې په سبب له کاره لوېدلې، اوس په بله زلزله کې پخپله جوړ شو

له جاپان څخه د یوه په زړه پوري خبر له مخې ویل کېږي چې یو …