کورپاڼه / اسلام / آیا خپلو غریبو والدینو ته صدقه یا سرسایه ورکولی شو؟ حکم یې دلته ولولئ

آیا خپلو غریبو والدینو ته صدقه یا سرسایه ورکولی شو؟ حکم یې دلته ولولئ

لکه څنګه چې د روژې د مبارکې میاشتې وروستۍ لسیزه پیلېدونکې ده او په دې ورځو کې ټول مسلمانان صدقې کوي او پر مستحقو خلکو یې ویشي ترڅو هغوی هم د اختر له ورځو خوند اخلي، خو د صدقې د ورکولو په اړه ځینې پوښتنې راولاړېږي، یوه به یې دلته ځواب کړو.

پوښتنه: که چېرته یو پلار غریب او اړمند وي، نو آیا زوی یا اولاد کولی شي چې خپل پلار ته صدقه ورکړي او په دې ډول یې مرسته وکړي؟

او که چېرته یو پلار له اولاد څخه د ډېرو پیسو د ترلاسه کولو هیله لري او زوی په ډېرو ستونزو سره خپل او د ماشومانو لګښت پوره کوي نو په داسې حالاتو کې اولاد باید څه وکړي؟

ځواب: دا د اولاد مسولیت دی چې د خپلو والدینو ټول مصارف او لګښتونه په ځان باندې ومني، که چېرته د میرمنې او ماشومانو خاوند هم وي او اقتصادي حالت یې هم ښه نه وي، نو بیاهم اولاد ته پکار ده چې د خپلو والدینو مرسته او خدمت وکړي.

د والدینو ساتنه، مصارف او لګښتونه یې د اولاد مسولیت دی، چې باید پرځای یې کړي او همدا علت دی چې والدینو ته صدقه یا زکات نه شي ورکولی.

دا هم ولولئ

کعبه

د روژې په دوه لسیزو کې ۳ میلیونه کسان مسجد الحرام ته تللي

د سعودي عربستان د سپېڅلو جوماتونو اداره وايي، چې د روژې مبارکې میاشتې په لومړیو …