کورپاڼه / د لوبو راپورونه / پاکستان په زمبابوې باندې کانې وکړې

پاکستان په زمبابوې باندې کانې وکړې

پاکستان په لومړۍ ټېسټ لوبه کې د زمبابوې لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه او د یوې پاڼۍ او ۱۱۶ منډو په ستر توپیر يې په لوبه کې بریا خپله کړه.

دا لوبه چې د اپریل په ۲۹مه پیل شوه، زمبابوې د پچې له ګټلو وروسته د توپوهنې پرېکړه وکړه. زمبابوې په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۷۶ منډې وکړې، چې رای کایا ۴۸ منډې وکړې. د پاکستان له خوا شاهین شاه اپریدي او حسن علي ۴-۴ ویکټې واخیستې.

پاکستان په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۴۲۶ منډې وکړې، چې له ډلې يې فواد عالم ۱۴۰، عمران بټ ۹۱ او عابد علي ۶۰ منډې وکړې. د زمبابوې له خوا بلیسنګ موزرباني ۴ او ډونالډ ټریپانو ۳ ویکټې واخیستې.

په دویمه پاڼۍ کې زمبابوې ۱۳۴ منډې وکړې او د پاکستان د لومړۍ پاڼۍ منډې يې هم پوره نه کړې، چې د یوې پاڼۍ او ۱۱۶ منډو په ستر توپیر يې په لوبه کې ماتې وخوړې.

د پاکستان لپاره په دویمه پاڼۍ کې حسن علي پنځه لوبغاړي وسوځول او د دې سره د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه يې هم ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

عبدالرزاق

د پاکستان پخوانی کرکټر عبدالرزاق هم په کورونا اخته شوی

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی الراونډر لوبغاړی عبدالرزاق هم په کورونا ویروس اخته شوی …