کورپاڼه / بېلا بېل / د نړۍ تر ټولو غټ ام، نوی ریکارډ يې جوړ کړ + ویډیو

د نړۍ تر ټولو غټ ام، نوی ریکارډ يې جوړ کړ + ویډیو

په کولمبیا هېواد کې بزګرانو د ۴.۲ کیلو په وزن غټ ام کښت کړی دی، چې د نړۍ د تر ټولو غټ ام ادعا کوي او په دې سره يې په ۲۰۰۹ کال د فلیپین د ۳.۴ کیلو غټ ام ریکارډ هم مات کړ.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وېنا، د کولمبیا دا بزګران باریرا او رینا ماریه نومېږي، چې د بویکا په سیمه کې په یو باغ کې د دې امونو کښت کړی دی او د ګنیس بک نړیوالو کتابونو پخوانی ریکارډ يې هم مات کړی دی.

له رسنیو سره په خبرو کې باریرا وایي، چې دا ام د نورو په پرتله ډېر په چټکۍ سره غټېده، چې لور مې راته مشوره راکړه، چې په دې ام باید پام وشي، ځکه چې دا به د وزن او غټوالي په برخه کې نړیوال ریکارډ جوړ کړي.

هغه په خپلو خبرو کې زیاتوي، چې د نړیوال ریکارډ جوړولو نه زموږ هدف دا و، چې خلکو ته معلومه شي، چې په کولمبیا کې هم د زراعت سره مینه لرونکي خلک شته او دلته د ډېرو تازه مېوو کښت کېږي.

دا ام د ګنیس بک اف ورلډ ریکارډ کتاب کې ثبت شوی دی، له دې مخکې بیا په ۲۰۰۹ کال کې په فلیپین کې د نړۍ په کچه غټ ام کښت شوی و، چې په ګنیس کتاب کې يې نوم ثبت شوی و.

دا هم ولولئ

لندنی ملا

د لندن په بریج ټاور کې په لومړي ځل اذان وشو + ویډیو

د بریتانيې پلازمېنې لندن په بریج ټاور کې په لومړي ځل اذان وشو، چې دا …