کورپاڼه / بېلا بېل / دوبۍ کې د لوڅو عکسونو اخیستونکې موډلې خپلو خپلو هېوادونو ته ولېږل شوې

دوبۍ کې د لوڅو عکسونو اخیستونکې موډلې خپلو خپلو هېوادونو ته ولېږل شوې

د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې پولیسو یو شمېر هغه بهرنۍ موډلې نیولې وې، چې د یو تعمیر په بالکونۍ کې لوڅې ولاړې او عکسونه يې اخیستل شوي و.

کله چې د دې موډلو دا عکسونه بهر راووتل، نو د دوبۍ پولیسو چټک ګامونه پورته کړل او ټولې موډلې او فوټوګرافر يې ونیول.

پولیسو په دغه موډلو کومه دوسیه جوړه نه کړه، خو یوه اونۍ وړاندې يې ټولې خپلو خپلو هېوادونو ته ولېږلې او بیا ځلې دوبۍ ته په ورتګ يې هم پرې بندېز ولګاوه.

دا موډلې چې کوم ۴۱ کلن فوټوګرافر ویټالیی ګریشن دوبۍ ته راغوښتې وې، هغه پولیسو د ۲۰ ورځو بند وروسته روغتون کې بستر کړی دی، ځکه چې په کورونا اخته شوی دی.

دغه سړي پولیسو ته ويلي دي ، چې هغه دې موډلو باندې ۱۳ زره ډالر مصارف کړي و، د کورونا له امله تنګ شوي و، نو ځکه يې په دوبۍ کې یو شخصي پروګرام جوړ کړی و، چې چا يې عکسونه بیا بهر خپاره کړي و او هغوی بیا پولیسو ونیول.

دا هم ولولئ

هغه شخص چې له پوهنتون څخه ایستل شوی و اوس د نړۍ کم عمره میلیاردر شو

هغه ځوان چې په ۲۰۱۳ کال له پوهنتون څخه ایستل شوی و، اوسمهال د نړۍ …