کورپاڼه / جالب / هغه قبیله چې اوس هم د خپلو مړو غوښې خوري

هغه قبیله چې اوس هم د خپلو مړو غوښې خوري

په نړۍ کې اوس هم ډېرې داسې قبیلې شته، چې له ښارونو څخه ډېر لیرې په کلیو او ځنګلونو کې ژوند کوي او ډېر پخواني دودونه يې ژوندي ساتلي دي، چې ځینې يې په اوس وخت کې ډېر حېرانوونکي او نه منوونکي دي.

په برازیل کې یوه داسې قبیله اوس هم شته، چې له مړینې وروسته د خپلو خپلوانو مړي پخوي او بیا یې ټوله کورنۍ په ګډه خوري.

دا قبیله یانومامي نومېږي، چې د پرمختللې نړۍ څخه ډېره شاته پاتې ده، د دې ځای خلک د پېړیو پخواني ډول باندې ژوند تېروي، دوی کالي نه اغوندي، بلکې یوازې یوه کوچنۍ ټوټه باندې مخصوص ځایونه پټوي.

د دې قبیلې دودونه ډېر جالب او حېرانوونکي دي، په نوره نړۍ کې یا خو خلک خپل مړي خښوي، یا یې سوځوي، خو د دې قبیلې خلک بیا خپل مړي د پخولو وروسته خوري.

د یانومامي قبیلې خلک وايي، چې د یو چا له مړینې وروسته د هغه روح باید خوندي وساتل شي، نو د همدې روح د خونديتوب لپاره دوی لومړی مړی په اور ښه پخوي او بیا یې ټوله کورنۍ په ګډه خوري.

دا هم ولولئ

د هغه فیل ویډیو خپره شوه چې د کرکټ لوبه کوي

کرکټ یوه داسې لوبه ده چې په ټوله نړۍ کې ډېر مینوال لري او د …