کورپاڼه / تجارتي ليګونه / کیرون پولارډ د چینای نه بڼکې وویستې او ممبۍ ته يې لوبه وګټله

کیرون پولارډ د چینای نه بڼکې وویستې او ممبۍ ته يې لوبه وګټله

نن د چینای او ممبۍ ترمنځ ډېره زبردسته لوبه ترسره شوه چې کیرون پولارډ پکې چټکه لوبه نندارې ته وړاندې کړه او ممبۍ انډینز لوبډله يې بریالۍ کړه.

د ای پي ایل ۲۷مه لوبه د چینای سوپر کنګز او ممبۍ انډینز ترمنځ ترسره شوه، په پیل کې د لوبې پچه ممبۍ وګټله او لومړی يې چینای ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

چینای سوپر کنګز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۸ منډې وکړې، چې له ډلې يې امباتي رایډو د ۷ شپږیزو او ۴ څلوریزو په مټ په ۲۷ توپونو ۷۲ ناسوځېدلې، معین علي ۵۸ او فاف ډوپلیسي ۵۰ منډې وکړې. د ممبۍ له خوا کیرون پولارډ ۲، ټرینټ بولټ او جسپریت بومرا ۱-۱ ویکټ واخیستې.

د ۲۱۹ منډو هدف د ممبښ انډینز لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ۴ ویکټو په توپیر يې په لوبه کې بریا خپله کړه.

د ممبۍ لپاره کیرون پولارډ ډېره زبردسته توپوهنه ترسره کړه چې د ۸ شپږیزو او ۶ څلوریزو په مټ يې په ۳۴ توپونو ۸۷ ناسوځېدلې منډې وکړې، همدا راز کوانټین ډي کوک ۳۸، روهیت شرما ۳۵ او کرونال پانډیا ۳۲ منډې وکړې. د چینای له خوا سام کران ۳ ویکټې ترلاسه کړې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه کیرون پولارډ ته ورکړل شوه.

دا د ممبۍ ۷مه لوبه وه چې څلورمه بریا يې خپله کړه او د ۸ نومرو سره په جدول کې ۴مه لوبډله شوه، خو چینای بیا دویمه ماتې وخوړه، خو اوس هم د ۱۰ نومرو سره په جدول کې لومړۍ لوبډله ده.

دا هم ولولئ

ابراهیم ځدراڼ او نوین الحق

نوین الحق او ابراهیم ځدراڼ انګلستان ته ورسېدل

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې دوه ځوان لوبغاړي نوین الحق او ابراهیم ځدراڼ انګلستان ته …