کورپاڼه / سياست او روانې چارې / اسټرالیا د هند څخه د خپلو وګړو په ورتګ بندېز ولګاوه او سزا يې هم ورته اعلان کړه

اسټرالیا د هند څخه د خپلو وګړو په ورتګ بندېز ولګاوه او سزا يې هم ورته اعلان کړه

په هند کې د کورونا ویروس د پېښو له زیاتېدو وروسته د اسټرالیا حکومت له هند څخه د خپلو وګړو په ورتګ بندېز لګولی او سزا يې هم ورته اعلان کړې ده.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وېنا، د اسټرالیا حکومت د هوايي تګ راتګ د بندېز نه وروسته پرېکړه کړې ده، که له هند څخه يې وګړي بېرته ورشي، نو سزا به ورکړي.

په راپور کې ویل شوي دي، چې هغه اسټرالیایان چې په هند کې دي، که بېرته اسټرالیا ته راشي، نو پنځه کاله زندان او له ډېرې سترې جریمې سره مخ کېدی شي.

د اسټرالیا حکومت دا پرېکړه وروسته له هغې وکړه، چې له هنده ستانه شوي کسان يې هلته کرنټین کړي دي. همدا راز یوه اونۍ مخکې يې له هند سره هوايي تګ راتګ هم بند کړی دی.

د یادولو وړ ده چې په هند کې د نورو اسټرالیایانو ترڅنګ د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې مشهور لوبغاړي هم په ای پي ایل کې لوبېږي، چې د اسټرالیا لومړي وزیر ورته څو ورځې وړاندې ویلي دي، چې بېرته د ورتګ لپاره دې خپل غم په خپله وکړي.

دا هم ولولئ

وزیرستان اختر

وزیرستان کې نن اختر دی

پرون د شمالي وزیرستان په حیدرخیل سیمه کې شاوخوا شل کسانو د شوال میاشت لیدلې …