کورپاڼه / روغتيا / د روژې په میاشت کې خپل غاښونه داسې وساتئ او بدبویۍ ځان وژغورئ

د روژې په میاشت کې خپل غاښونه داسې وساتئ او بدبویۍ ځان وژغورئ

د روژې په مبارکه میاشت کې د خپلو غاښونو او خولې د روغتیا ساتنه ډېره اړینه وي ځکه چې د روژې په سبب روژه نېوونکی تر ډېره اوبه نه څښي. لکه څنګه چې د روژې په میاشت ډېری کسان د خولې له بدبویۍ سره مخ کېږي، چې لامل یې په خوله کې د بکتریا راټولېدل او د لیاړو کمېدل په ګوته شوی دی.

ددې ستونزې د مخنیوي لپاره له روژه ماتي وروسته او له وېده کېدو وړاندې باید دوه یا درې ځلې غاښونو پاک کړو او غړغړه وکړو، دغه راز هغه طبیعي غذایي توکي چې بو ختموي لکه د دڼیا پاڼې وایشوو او له ماښامي یا پیشلمي وروسته یې غړغړه کړو.

د غاښونو نرم برش:

روغتیایي کارپوهان لارښوونه کوي چې له روژه ماتي او پیشلمي نیم ساعت وروسته غاښونه پاک کړو او د نرم برش په استعمال ژبه هم پاکه کړو او ژامو ته د زیان نه رسولو لپاره سخت برش استعمال نه کړو، ځکه چې په دې ډول وینه کوي او د بکتریا او بو امکان یې هم ډېرېږي او هغه کسان چې د برش کولو پر وخت یې ژامې وینه کوي (کلوریکسیډین) دې استعمال کړي.

هغه خواړه چې غاښونو ته زیانمن وي:

که چېرته په روژه ماتي کې خواږه شیان استعمال شي نو اړینه ده چې ژر ـ ژر دې غاښونه پاک شي او هغه خوراک او د څښاک توکي باید استعمال نه شي چې غاښونو ته زیان رسوي. د مثال په توګه یخ مشروبات، وچې مېوې، چپس، میټایي او نور

د غاښونو د روغتیا لپاره ځینې ګټورې لارښوونې:

  • د مایعاتو یا مشروبات استعمال ډېر کړئ.

  • مساله لرونکي او مالګین توکي مه استعمالوئ، په روژه ماتي کې ایشول شوي سبزیجات وخورئ.

  • سګریټ مه څکوئ.

  • کلسیم لرونکي خواړه وخورئ.

  • په روژه ماتي کې خرما وخورئ.

  • سبزیجات په ځانګړي توګه بادرنګ وخورئ.

دا هم ولولئ

نوې څېړنه: ټیکنالوژي د انسان پر ذهنې روغتیا ناوړه اغېزې نه کوي

د یوې څېړنې له مخې چې پر دري څلویښت زره ځوانانو باندې ترسره شوه، ترې …