کورپاڼه / کرکټ / بنګله دیش د سریلانکا نیمایي منډې وکړې او ټول لوبغاړي وسوځیدل

بنګله دیش د سریلانکا نیمایي منډې وکړې او ټول لوبغاړي وسوځیدل

بنګله دیشۍ لوبډلې د ۹۱ اورونو په لوبولو سره ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل، ۲۵۱ منډې وکړې او د سریلانکا له لومړنۍ پاڼې پرې ۲۴۲ منډې واوښتې.

دغه لوبه چې د سریلانکا په کوربتوب په پیلکالي لوبغالي کې د اپریل په ۲۹مه نیټه پیل شوه، د لوبې پچه سریلانکا وګټله او پخپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د سریلانکا لوبډلې تر ۱۶۰ اورونو په لوبولو د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۴۹۳ منډې جوړې کړي او د توپ وهنې نوبت یې د بنګله دیش لوبډلې ته ورکړ.

د سریلانکا له لورې دیموت کروناراتني ۱۱۸، لایرو تریمني ۱۴۰، اوشاده فرناندو ۸۱ او نیروشان ډیکویلا ۷۷ ناسوځیدلي منډې جوړې کړې.

د بنګله دیش له لورې په توپ اچونه کې تسکین احمد ښه ځلیدلی او څلور سریلانکایي لوبغاړي سوځولي، دغه راز تاج الاسلام، مهدي حسن او شرف الاسلام یوه ـ یوه ویکټه ترلاسه کړه.

بنګله دیشۍ لوبډله د توپ وهنې لپاره ډګر ته راښکته شوه خو ښه ونه ځلیده او د ۹۱ اورنو په لوبولو یې ۲۵۱ منډې وکړې او له لومړنۍ پاڼې پرې ۲۴۲ منډې واوښتې.

د بنګله دیش له لورې په توپ وهنه کې تمیم اقبال ۹۱، مومن الحق ۴۹ او مشفیق الرحمن ۴۰ منډې وکړې. د سریلانکا له لورې په توپ اچونه کې پروین جیوککراما ښه وځلید او شپږ لوبغاړي وسوځول، دغه راز سرنګا لکمل او رامیش میندیس دوه ـ دوه ویکټې واخیستې.

دا هم ولولئ

ای پي ایل او هند کرکټ بورډ

که ای پي ایل لغوه شي، هند به دوه نیم زره کروړه روپۍ تاواني شي

د هند کرکټ بورډ (بي سي سي ای) یو غړي ويلي دي، که چېرته هند …