کورپاڼه / روغتيا / د وینې د ګروپونو او د ځانګړو ناروغیو ترمنځ اړیکې موندل شوی

د وینې د ګروپونو او د ځانګړو ناروغیو ترمنځ اړیکې موندل شوی

په سویډن کې د یوې څېړنې له مخې موندل شوې چې د وینې د ځانګړو ګروپونو او د ۴۹ ناروغیو ترمنځ اړیکه شتون لري.

د کیرولینسکا د انسټیټوټ په دې څېړنه له پنځه میلونو ډېر کسان تر څېړنې لاندې نیول شوي ول او معلومه یې کړه چې له ځانګړو ګروپونو د وینې د درېدو، د وینې د جریان ستونزې او د حمل پرمهال د فشار خطر اړیکه شتون لري.

که څه هم د انسان وینه په بنسټیز ډول یو ډول وي خو ځینې مختلف شیان داسې وي چې پر څلورو ګروپونو یې ویشي او هغه څه چې څلور واړه ګروپونو سره بېلوي هغه انټي جن دی.

له دې وړاندې په څېړنو کې معلومه شوې وه چې د O ګروپ لرونکي کسان د شریانونو او د وینې د درېدنې په ناروغۍ د اخته کېدو خطر کم وي، خو د وینې د جریان امکان یې له A او B ګروپ لرونکو څخه ډېر وي.

په نوې څېړنه کې معلومه شوې د A ګروپ لرونکي کسان د وینې د درېدنې له خطر سره ډېر مخ کېږي او د O ګروپ لرونکو کې د وینې د جریان خطر ډېر وي او د حمل پرمهال یې د وینې د فشار خطر هم وي. دغه راز د B لرونکو کسانو کې د ګردو د تیږو خطر لږ وي.

څېړونکو ویلي چې د پایلو د تصدیق لپاره نورو څېړنو ته اړتیا ده ترڅو معلوم کړي چې د وینې د مختلفو ګروپونو په سبب ځانګړې ناروغۍ رامنځته کېږي او اړیکه یې ومومي.

دا هم ولولئ

کولا او خواږه مشروبات د سرطان خطر دوه برابره کوي

لکه څنګه چې هوا یو څه ګرمښت موندلی او د کولا او خوږو مشروباتو استعمال …