کورپاڼه / اسلام / آیا د سګریټ په څکولو سره اودس ماتېږي؟ په اړه یې دلته ولولئ

آیا د سګریټ په څکولو سره اودس ماتېږي؟ په اړه یې دلته ولولئ

د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت مو د پوښتنې او ځواب یوه لړۍ غوندې پیل کړې، چې په مرسته به یې د اسلام د مبارک دین یا د شریعت له اړوند مسایلو خبر شو، چې په همدې لړ کې مو یوه بله پوښتنه راوړې.

پوښتنه: آیا د سګریټ په څکولو سره اودس ماتېږي؟

ځواب: د سګریټ څکولو په سبب خو اودس نه ماتېږي، خو په سبب یې فرښتې له دې شخص څخه لېرې تښتي.

زموږ پیغمبر اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایي چې د هوږې او پیازو په خوړلو سره جومات مه ځئ، دغه بو فرښتې نه خوښوي، نو دغه حدیث شریف د سګریټ څکولو په بو هم اطلاق کېږي، ځکه چې د سګریټ څکولو په سبب له خولې څخه د هوږې یا پیاز څخه هم بد بوی ځي.

نو ځکه ویلی شو چې له هغه شخص څخه هم فرښتې لېرې تښتي او د سګریټو څکول په اسراف کې راځي او له اسراف څخه الله تعالی منعه فرمایلې ده.

دغه راز دغه ډول شخص د الله تعالی پر نعمت د ناشکرۍ ارتکاب هم کېږي، ځکه چې دا ددې مانا لري لکه یو څوک چې په پیسو ناروغي اخلي، ځان هم ناروغه کوي او نورو ته هم زیان رسوي او ناروغه کوي یې هم. نو باید هڅه وشي چې له سګریټ څکولو ډډه وشي.

دا هم ولولئ

ښځه له څه شي پیدا شوې او باید څه ډول چلند ورسره وشي؟

نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي: زما له لوري له ښځو سره د ښه …