کورپاڼه / کرکټ / سریلانکا، بنګله دیش ته د ۴۳۷ منډو هدف وټاکه

سریلانکا، بنګله دیش ته د ۴۳۷ منډو هدف وټاکه

سریلانکا لوبډلې چې له لومړۍ پاڼې یې ۲۴۲ منډې پر بنګله دیش اړولې، بیا یې توپ وهنه وکړه او د ۱۹۴ منډو په کولو یې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو پاڼې ډیکلیر کړه او بنګله دیش ته د ۴۳۷ منډو هدف وټاکه.

دغه لوبه چې د سریلانکا په کوربتوب په پیلکالي لوبغالي کې د اپریل په ۲۹مه نیټه پیل شوه، د لوبې پچه سریلانکا وګټله او پخپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په لومړنۍ پاڼې کې یې تر ۱۶۰ اورونو په لوبولو د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۴۹۳ منډې جوړې کړي او د توپ وهنې نوبت یې د بنګله دیش لوبډلې ته ورکړ.

د سریلانکا له لورې دیموت کروناراتني ۱۱۸، لایرو تریمني ۱۴۰، اوشاده فرناندو ۸۱ او نیروشان ډیکویلا ۷۷ ناسوځیدلي منډې جوړې کړې. د بنګله دیش له لورې په توپ اچونه کې تسکین احمد ښه ځلیدلی او څلور سریلانکایي لوبغاړي سوځولي، دغه راز تاج الاسلام، مهدي حسن او شرف الاسلام یوه ـ یوه ویکټه ترلاسه کړه.

بنګله دیشۍ لوبډله د ۴۹۳ منډو په تعقیب د توپ وهنې لپاره ډګر ته راښکته شوه خو ښه ونه ځلیده او د ۹۱ اورنو په لوبولو یې ۲۵۱ منډې وکړې او له لومړنۍ پاڼې پرې ۲۴۲ منډې واوښتې.

د بنګله دیش له لورې په توپ وهنه کې تمیم اقبال ۹۱، مومن الحق ۴۹ او مشفیق الرحمن ۴۰ منډې وکړې. د سریلانکا له لورې په توپ اچونه کې پروین جیوککراما ښه وځلید او شپږ لوبغاړي وسوځول، دغه راز سرنګا لکمل او رامیش میندیس دوه ـ دوه ویکټې واخیستې.

سریلانکایي لوبډلې یو ځل بیا توپ وهنه پیل کړه او د   ۹ لوبغاړو په سوځیدو په ۴۳ اورونو کې ۱۹۴ منډې وکړې، پاڼې ډیکلیر کړه او بنګله دیش ته د ۴۳۷ منډو هدف وټاکه، چې له لورې یې دیموت کروناراتني ۶۶ او دننجیا دي سلوا ۴۱ منډې وکړې.

د بنګله دیش له لورې تاج الاسلام پنځه، مهدي حسن دوه، تسکین احمد او سیف حسن یوه ـ یوه ویکټ ترلاسه کړه. اوس به بنګله دیشۍ لوبډله توپ وهنه کوي او د هدف د ترلاسه کولو لپاره ۱۵۸ اورونو له ځان سره په واک کې لري.

دا هم ولولئ

ای پي ایل او هند کرکټ بورډ

که ای پي ایل لغوه شي، هند به دوه نیم زره کروړه روپۍ تاواني شي

د هند کرکټ بورډ (بي سي سي ای) یو غړي ويلي دي، که چېرته هند …