کورپاڼه / جالب / شل کاله مخکینۍ ویډیویي کیسټ یوه ښځه مجرمه کړه

شل کاله مخکینۍ ویډیویي کیسټ یوه ښځه مجرمه کړه

د امریکا د اوکلاهوما ایالت اوسیدونکې میرمنې تېره اوونۍ په دې پوه شوه، چې نوم یې د مجرمانو په نوملړ کې شامل دی، ځکه دغه ښځه په دې تورنه ده چې شل کاله وړاندې یې ویډیویي کیسټ وړې او بېرته نه ده ورسپارلې.

دغه ښځه چې کیرن میک برانډ نومېږي او له واده وروسته له خاوند سره ټیکساس ایالت ته لاړه او هلته یې غوښتل چې د موټر چلونې په جواز او تذکره کې خپل نوم بدل کړي، خو هلته ورته وویل شول چې نوم نه شې بدلولی ځکه چې نوموړې د مجرمانو په نوملړ کې شامله ده او تر هغې چې اړوند اداره یې بې ګناه ونه ګڼي، نوم یې نه شي بدلېدلی.

له دې وروسته کیرن له اړوند ادارې سره اړیکه ونېوله، نو هغوی ورته وویل چې په ۱۹۹۹ کال یې په نوم ویډیویي کیسټ وړل شوې او بېرته نه ده ورسپارل شوې او په ۲۰۰۰ یې پر وړاندې قضیه ثبت شوې.

بل لوري ته کیرن له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د کوم فلم تور پرې پورې شوی، بالکل یې کتلی هم نه دی، خو دا ویلي چې شاید دا فلم یې ګاونډیانو وړی وي او بله په زړه پورې خبره دا چې دغه فلم چې له کوم ځای وړل شوی هغه په ۲۰۰۸ کال بند شوی دی.

چې بالاخره دې هر څه ته په کتو یې قضیه بېرته واخیستل شوه. کیرن رسنیو ته ویلي چې له تېرو څو کلونو راهیسې له حیرانوونکو حالاتو سره مخ کېږي، ځکه لومړی خو په ستونزو دنده پیدا کوي، که پیدا هم شي بېرته یې ژر له لاسه ورکوي، نو که اوس وکتل شي نو نوم به یې د مجرمانو په لړ کې وي.

ددې پېښې یو بل ښه اړخ دادی چې اوسمهال په کیرن ټول قضیې ختمې شوي او آرام ژوند کوي.

دا هم ولولئ

یو پخلنځي پر بیسکټو د غله عکسونه چاپ کړي

په امریکا کې د کلچو پخونې یوې کارخانې د کامرې په مرسته له یو غل …