کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / یو داسې لاس بند جوړ شوی، چې د بدن له تودوخې بریښنا تولیدوي

یو داسې لاس بند جوړ شوی، چې د بدن له تودوخې بریښنا تولیدوي

ساینسپوهانو یوه داسې تسمه جوړه کړې چې پر مړوند ټرل کېږي او د بدن له تودوخې څخه یو (ایل اي ډي) روښانه کوي. دا تسمه یا پټۍ چې د (ترمو الکتریک جنراتور) د اصولو له مخې کار کوي او بریښنا جوړوي او په راتلوونکي کې به ځیرکو ساعتونو او نورو آلو ته بریښنا برابره کړي او د بیټرۍ اړتیا به ختمه کړي.

دغه آله د چین د هاربن انسټیټیوټ استاد چیان زینګ او ملګرو یې جوړه کړې، چیان وایي چې ددې ایجاد په مرسته به د بیټرۍ او بریښنا ستونزې یو څه اندازه حل شي.

چیان زینګ وایي چې له میګنیزیم او بسموت څخه تیار شوې پټه یا تسمه د پولي یوریتین څخه جوړه کړې او ټول الکترودونه یې نرم دی او په دې ډول ټول تسمه نرم او له مړوند څخه تاوېږي.

دغه تسمه په غوره حالت د هر مربع سانتي میتر په اوږدو کې شل مایکرو واټه بریښنا تولیدوي چې دغه اندازه (ایل اي ډي) د روښانولو لپاره کافي وي.

ویل کېږي چې دغه آله یې لس زره ځلې د انسان پر لاس وټړله او پرانیستله یې خو کوم زیان یې یاهم د فعالیت اغېزمنتیا یې په ګوته نه شوه او که دغه تسمه لږه غټه شي نو ډېره بریښنا هم ورکولی شي، ساینسپوهان وایي چې په راتلوونکي مرحله کې به یې د ګټو په اړه څېړنې وکړي.

دا هم ولولئ

هغه حجرې موندل شوی چې د موبایل د نیلي رنګه رڼا اغېزې تر دماغو رسوي

ساینسپوهانو د یوې روغتیایي څېړنې له مخې په سترګو کې داسې حجرې موندلي دي، چې …