کورپاڼه / خپلواک / سنجی دت د احمد شاه بابا رول لوبوي
سنجی دت

سنجی دت د احمد شاه بابا رول لوبوي

خپلواک وېبپاڼه (۴ نومبر ۲۰۱۹): د هندي فلمونو نامتو ستوری سنجی دت دا ځل په نوي فلم کې د افغانستان د بنسټګر او ستر امپراتور احمد شاه بابا رول لوبوي.

دغه فلم چې د پاني پت په تاريخي جګړه باندې جوړ شوی دی، نوم يې هم (پاني پت) دی او د پاني پت په مقام په دریم جنګ جوړ شوی دی، چې احمد شاه بابا پکې مرهټيانو ته ستره او تاريخي ماته ورکړې وه.

د دغه تاريخي فلم په تړاو له ډېر مخکې څخه خبرونه خپاره کېدل او خلک ورته ډېر په تمه دي. د فلم يو پوسټر تېره ورځ خپور شوی و، چې په پوسټر کې د جنګ يوه صحنه انځور شوې وه او په سر کې ورته ليکل شوي و (هغه جګړه چې تاريخ يې بدل کړ).


دغه تاريخي فلم اشوتوش ګواریکر جوړوي، چې د سنجي دت تر څنګ پکې ارجن کپور او کريتي سانن هم کار کوي. کريتي سانن په دغه فلم کې د پاروتي رول ترسره کوي.

په هند کې په وروستيو کې ډېر تاریخي فلمونه جوړ شو، خو په ځينو فلمونو له دې امله سختې نيوکې وشوې چې تاريخ پکې مسخ شوی وړاندې شوی و، همدا لامل دی چې په (پاني پت) فلم له اوسه ځينې خلک نيوکې کوي او وايي چې ښايي تاريخ پکې په هغه ډول وړاندې نه شي، لکه څنګه چې تېر شوی دی.

ځينې خلک دا هم وايي، چې په دغه فلم کې به د احمد شاه بابا کردار خراب شوی وي، خو دا به له فلم خپرېدو وروسته معلومه شي، چې په دغه فلم کې تاريخ په سم ډول وړاندې شوی دی او که نه.

د يادولو ده چې د دغه فلم لومړۍ تبليغاتي ويډیو يا هم ټرېلر به سبا په ټولنيزو رسنيو کې خپور شي، چې خلک ورته ډېر په تمه دي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …