کورپاڼه / تجارتي ليګونه / راجستان رایلز د بټلر ۱۲۴ منډو پرمټ سنرایز حیدرآباد ته د ۲۲۱ منډو هدف وټاکه

راجستان رایلز د بټلر ۱۲۴ منډو پرمټ سنرایز حیدرآباد ته د ۲۲۱ منډو هدف وټاکه

راجستان رایلز لوبډلې د جوس بټلر د یوې په زړه پورې توپ وهنې پرمټ د سنرایز حیدر آباد لوبډلې ته د ۲۲۱ منډو هدف وټاکه

د هند تجارتي ليګ یا ای پي ایل ۲۸مه لوبه د سنرایز حیدر آباد او راجستان رایلز ترمنځ ترسره کېږي، چې حیدر آباد د پچې تر ګټلو وروسته د راجستان لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

راجستان رایلز لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۰ منډې وکړې، چې له ډلې يې جوس بټلر ۱۲۴ او سنجو سمسون ۴۸ ترټولو ډېرې منډې وکړې.

د رایلز چېنلنجر بېنګلور له خوا په توپ اچونه کې راشد خان، سندیف شرما او ویجی شنکر یوه ـ یوه ویکټه ترلاسه کړه، دغه راز محمد نبي هم یو اور ترسره کړه خو ۲۱ منډې یې ورکړې.

د یادولو وړ ده چې سنرایز حیدر آباد لوبډلې تېره ورځ ډیویډ وارنر له لوبډلمشرۍ لېرې کړ او پرځای یې کیني ویلیمسن وټاکل شو، چې نن ورځ لوبډلمشري په غاړه وه او ډیویډ وارنر له لوبې کېنول شوی و.

دا هم ولولئ

ای پي ایل او هند کرکټ بورډ

که ای پي ایل لغوه شي، هند به دوه نیم زره کروړه روپۍ تاواني شي

د هند کرکټ بورډ (بي سي سي ای) یو غړي ويلي دي، که چېرته هند …