کورپاڼه / بېلا بېل / د دوبۍ (AA9) نمبر پلېټ په ۳۸ ميليونه درهم وپلورل شو، نوی نړیوال ریکارډ يې جوړ کړ
دوبۍ اې اې ۹ نمبر پلېټ

د دوبۍ (AA9) نمبر پلېټ په ۳۸ ميليونه درهم وپلورل شو، نوی نړیوال ریکارډ يې جوړ کړ

تاسې به د موټرو د ډېرو ګرانبیه نمبر پلېټونو په اړه اورېدلي وي، خو په دوبۍ کې د موټر يو نمبر پلېټ په دومره لوړه بیه پلورل شوی دی، چې حېران به مو کړي.

دا د دوبۍ AA9 نمبر پلېټ ده چې په يوه بولۍ کې په ۳۸ میلیونه درهمه باندې وپلورل شو او د دې تر څنګ يې دا ریکارډ هم جوړ کړ چې د نړۍ تر ټولو ګرانبیه نمبر پلېټ شو.

په دې پروګرام کې ډېرو شتمنو خلکو ګډون کړی و، چې د نمبر پلېټ تر څنګ پکې د موبایل ډېرې شمېرې هم بولۍ ته وړاندې شوې او همدا راز د سل میلیونه خواړه لپاره هم پکې کمپاين ترسره شوو.

په دې بولۍ کې د موبایل يوه شمېره په ۳ میلیونه درهم، يوه په ۱۵۰ زره درهم، يوه په سل زره درهم، يوه په ۱۳۰ زره درهم او يوه هم په ۲۶۰ زره درهمو باندې وپلورل شوې.

په دې بولۍ کې د يوې نړیوالې خېریه موسسې لپاره مرستې راټولول کېدې، چې ويل کېږي د بولۍ له لارې ۱۰.۲۸ میلیونه امریکایي ډالر مرستې جمع شوې.

دا هم ولولئ

هغه شخص چې له پوهنتون څخه ایستل شوی و اوس د نړۍ کم عمره میلیاردر شو

هغه ځوان چې په ۲۰۱۳ کال له پوهنتون څخه ایستل شوی و، اوسمهال د نړۍ …