کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د حېدراباد بدبختي لا هم نه ده ختمه شوې، شپږمه لوبه کې يې هم ماتې وخوړه
راشد خان او جاس بټلر

د حېدراباد بدبختي لا هم نه ده ختمه شوې، شپږمه لوبه کې يې هم ماتې وخوړه

د راجستان رایلز له خوا ټاکل شوی ستر هدف د سنرایزرز حېدراباد لوبډلې پوره نه کړای شو او په روان لیګ کې يې شپږمه لوبه کې هم ماتې وخوړه.

د ای پي ایل ۲۸مه لوبه د راجستان رایلز او سنرایزرز حېدراباد ترمنځ ترسره شوه، چې حېدراباد د پچې له ګټلو وروسته راجستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

په نننۍ لوبه کې د ډیویډ وارنر پر ځای کین ویلیمسن د لوبډلمشرۍ چارې په غاړه لرلې او همدا راز محمد نبي ته هم په لوبه کې د لوبېدو چانس ورکړل شوی و.

راجستان رایلز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۰ منډې وکړې، چې له ډلې يې جاس بټلر زبردسته توپوهنه ترسره کړه او د ۸ شپږيزو او ۱۱ څلوریزو پر مټ يې په ۶۴ توپونو ۱۲۴ منډې وکړې، همدا راز سنجو سمسون ۴۸ منډې وکړې.

د سنرایزرز حېدراباد له خوا ویجی شنکر، راشد خان او سندیپ شرما ۱-۱ ویکټ واخیستې، راشد خان په ۴ اورونو کې ۲۴ منډې ورکړې، محمد نبي بیا په ۱ اور کې ۲۱ منډې ورکړې.

د ۲۲۱ منډو هدف په تعقیب کې د سنرایزرز حېدراباد لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۵ منډې وکړې، چې د ۵۵ منډو په ستر توپیر يې په روان لیګ کې شپږمه ماتې هم وخوړه.

د حېدراباد له خوا منیش پانډی ۳۱، جوني بریسټو ۳۰، کین ویلیمسن ۲۰، کیدار جادو ۱۹ او محمد نبي ۱۷ منډې وکړې. د راجستان له خوا بیا مستفیظ الرحمان او کریس موریس ۳-۳ لوبغاړي وسوځول.

د يادولو وړ ده چې راجستان رایلز په ۷مه لوبه کې دریمه بریا خپله کړه او د ۶ نومرو سره پنځمه لوبډله شوه، خو حېدراباد بيا یوازې ۲ نومرې لري او په جدول کې تر ټولو وروستۍ لوبډله ده.

دا هم ولولئ

عبدالرزاق

د پاکستان پخوانی کرکټر عبدالرزاق هم په کورونا اخته شوی

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی الراونډر لوبغاړی عبدالرزاق هم په کورونا ویروس اخته شوی …