کورپاڼه / سياست او روانې چارې / پاکستان یو ځل بیا له افغانستان سره لارې تړي، خو تګ راتګ به په کومه ورځ بند شي؟
تورخم

پاکستان یو ځل بیا له افغانستان سره لارې تړي، خو تګ راتګ به په کومه ورځ بند شي؟

د پاکستان حکومت په خپله یوه تازه پرېکړه کې ويلي دي، چې د کورونا ویروس د مخنيوي په پار يو ځل بیا له افغانستان سره خپلې لارې تړي، خو دا لارې یوازې د پیاده تګ راتګ خلکو پر مخ تړل کېږي.

په پاکستان کې د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره جوړې شوې ځانګړې کمېټې په خپله تازه خبرپاڼه کې ويلي دي، چې د افغانستان او ایران سره به خپلې لارې د کورونا ویروس د مخنيوي په پار وتړي.

په دې خبرپاڼه کې زیاته شوې ده، چز د ۴ او ۵ مۍ د شپې څخه به د پیاده تګ راتګ خلکو پر وړاندې لار بنده وي، همدا راز د ۱۹ او ۲۰ مۍ پورې به پیاده کسان په دې لار سفر ونه کولای شي.

خو پاکستانیان به خپل هېواد او افغانان به له پاکستان څخه افغانستان ته اوړېدلی شي، همدا راز سوداګريزه لاره به بنده نه وي او تجارت به د تېر په څېر روان وي، خو کوم د کومو ډرایورانو کورونا مثبته وه، نو هغوی سره به د اصولو سره سم چلند کېږي.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي دي، چې هغه خلک چې د روغتیا په موخه پاکستان ته ځي، هغوی ته به د تګ اجازه ورکړل شي. په دروازو باندې پاکستان روغتیايي کارمندان هم زیاتوي.

دا هم ولولئ

وزیرستان اختر

وزیرستان کې نن اختر دی

پرون د شمالي وزیرستان په حیدرخیل سیمه کې شاوخوا شل کسانو د شوال میاشت لیدلې …