کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ډیلي د ۷ ویکټو په توپیر پنجاب مات کړ او له ټولو مخکې شوه
شيکر دهون

ډیلي د ۷ ویکټو په توپیر پنجاب مات کړ او له ټولو مخکې شوه

د پنجاب لپاره که څه هم ماینک اګروال ۹۹ ناسوځېدلې منډې وکړې، خو د ډيلي لپاره شیکر دهون او پریتوي شاو هم ښه توپوهنه ترسره کړه او ډیلي ته يې بريا ورپه برخه کړه.

د هند تجارتي لیګ ۲۹مه لوبه د پنجاب کنګز او ډیلي کاپیټلز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې ډيلي د لوبې له ګټلو وروسته پنجاب ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

پنجاب کنګز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۶ منډې وکړې، چې له ډلې يې ماینک اګروال ۹۹ ناسوځېدلې، ډیویډ ملن ۲۶ او کریس ګیل ۱۳ منډې وکړې. د ډیلي له خوا کاګیسو رباډا ۳، اویش خان او اکشر پټيل ۱-۱ ویکټ واخیستې.

د ۱۶۷ منډو هدف د ډيلي کاپیټلز لوبډلې په ۱۷.۴ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ۷ ويکټو په توپیر يې پنجاب ته ماتې  ورکړه.

د ډيلي لپاره شیکر دهون ۶۹ ناسوځېدلې، پریتوي شاو ۳۹ او سټیو سمیت ۲۴ منډې وکړې. د پنجاب له خوا ریلي میریډټ، کریس جورډن او هرپریت برار ۱-۱ ویکټ واخیستې.

دا د ډيلي کاپیټلز اتمه لوبه وه چې شپږمه بریا يې خپله او د ۱۲ نومرو سره په جدول کې تر ټولو مخکې شوه، همدا راز پنجاب کنګز بیا په اتمه لوبه کې ۵مه ماتې وخوړه په شپږم مقام کې ده.

دا هم ولولئ

محمد نبي او حسن خان

حسن خان: د خپل پلار (محمد نبي) په څېر د افغانستان لپاره لوبېدل غواړم

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره الراونډر لوبغاړي محمد نبي زوی حسن خان هم …