کورپاڼه / اسلام / د قران کریم ترټولو ډېر عظمت لرونکی آیت کوم یو دی؟

د قران کریم ترټولو ډېر عظمت لرونکی آیت کوم یو دی؟

حضرت ابي بن کعب رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دده کنیت (ابومنذر) ته په خطاب کې وویل: ای ابومنذره!

ته پوهېږې چې د الله تعالی د کتاب (قران کریم) کوم یو آیت تاته ترټولو ډېر د عظمت لرونکی دی؟ ما ورته وویل چې په دې اړه الله تعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم ډېر پوهېږي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم دویم ځل وفرمایل: چې ای ابومنذره! ته پوهېږې چې د الله تعالی د کتاب ترټولو کوم یو آیت ډژر د عظمت لرونکی دی؟

ما ورته وویل چې: “الله لا اله الا هو الحیی القیوم” (یعنې آیة الکرسي) نو رسول الله صلی الله علیه وسلم زما سینه وټبوله او و یې فرمایل: ستا دا علم بالکل سم دی او تاته دې مبارک وي.

((اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ لَا تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلَا نَوْمٌ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ مَنْ ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلَّا بِإِذْنِهِ يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلَا يُحِيطُونَ بِشَيْءٍ مِنْ عِلْمِهِ إِلَّا بِمَا شَاءَ وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَلَا يَئُودُهُ حِفْظُهُمَا وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ))

دا هم ولولئ

که چېرته له وخته وړاندې په تېروتنې سره روژه ماته شي روژه کېږي او که قضا به یې راوړي؟

روژه د اسلام له پنځو بناوو څخه دریمه بناء ده او له پنځو بناوو څخه …