کورپاڼه / جالب / هغه انجلۍ چې له خپل حمل څخه بې خبره وه، په ناڅاپي ډول یې په الوتکه کې ماشوم وزېږاوه

هغه انجلۍ چې له خپل حمل څخه بې خبره وه، په ناڅاپي ډول یې په الوتکه کې ماشوم وزېږاوه

دا څنګه امکان لري چې پر یوې ښځې دې د حمل د زېږون مرحله راځي او هغه لا له خپل حمل څخه بې خبره وي؟ څو ورځې وړاندې همدغسې یوه واقعه په امریکا کې پېښه شوه او یوه انجلۍ چې له خپل حمل څخه بې خبره ماشوم یې د سفر پرمهال په الوتکه کې وزېږاوه.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي، چې جولیا هینسن په نوم یو انجلۍ پر خپل ټیک ټاک پوسټ کړی او ددې پېښې په اړه یې خلک خبر کړي چې تر اوسه یې ویډیو له ۱.۲ میلونو څخه ډېرو کسانو لېدلې.

جولیا هینسن وایي چې دې انجلۍ له خپل مور او پلار سره سفر کاوه او دی یې د مور او پلار تر څنګ ناسته وه، چې ناڅاپه پرې درد راغی، چې د انجلۍ د خېټې درد وګاڼه.

خو په الوتکه کې یو ډاکتر موجود و او کله چې یې معاینه وکړه نو و یې ویل چې انجلۍ ماشوم ته زېږون ورکوي، چې بیا مسافرو له ډاکتر سره مرسته وکړه او د زېږون عمل یې ترسره کړو.

له زېږون وروسته ماشوم او مور یې دواړه بالکل روغ ول او کله چې یې په دې اړه له والدینو پوښتنه وشوه، نو هغوی هم د لور له حمل څخه بې خبره ول او لور ته یې هم معلومات نه ول چې مور کېدونکې ده.

دا هم ولولئ

په مراکش کې یوې ښځې په یوځای نهه ماشومان زېږولي

د مراکش په یو روغتون کې د یوې ښځې نهه ماشومان زېږېدلي، چې کورنۍ ورته …