کورپاڼه / جالب / له یو غار څخه د زرګونه کاله پخوانیو شیانو موندنې خلک حیران کړي

له یو غار څخه د زرګونه کاله پخوانیو شیانو موندنې خلک حیران کړي

د سویلي افریقا لرغون پېژندونکو له یو غار څخه یو ډېر پخوانی کور موندلی دی، چې ددې نایابه موندنې په اړه ویل کېږي چې دغه کور تقریباً دوه میلونه کاله پخوانی دی.

د نړیوال خبري آژانس د راپور له مخې ویل کېږي، چې اسرایلي او کاناډایي څېړونکو له یو غار څخه تقریباً دوه میلونه کاله پخواني له تیږو څخه تیار شوي ځینې شیان موندلي دي.

څېړونکي ددې حیرانوونکې موندنې په اړه وایي چې دغه موندنه په سویلي افریقا کې د انسانانو د لومړۍ دورې په اړه د ځینو معلوماتو د لاسته راوړلو لپاره مرستندویه تمامېږي.

دغه راز دوی وایي چې دغه موندنه یې د تاریخ زده کړیالانو لپاره هم غوره لارښوونه کولی شي او په تاریخ لیکنه یاهم د تاریخ په اړه ورسره مرسته وکړي.اسرایلي او کاناډایي څېړونکو په غار کې د موجود کور په اړه اعلان کړی چې دوی ۱.۸ میلونه کاله پخواني هغه آثار موندلي چې له تیږو جوړ شوی دي.

دا هم ولولئ

په مراکش کې یوې ښځې په یوځای نهه ماشومان زېږولي

د مراکش په یو روغتون کې د یوې ښځې نهه ماشومان زېږېدلي، چې کورنۍ ورته …