کورپاڼه / روغتيا / د چغندرو د جوس حیرانوونکې روغتیایي ګټې

د چغندرو د جوس حیرانوونکې روغتیایي ګټې

چغندر د رېښه لرونکو خوږو سبزیجاتو له جملې څخه شمېرل کېږې او د څېړنو له مخې ویل کېږي چې د چغندر جوس د روغتیا لپاره ډېر ګټور وي ځکه چې په جوړښت کې د بدن لپاره اړین ویټامینونه او معدني مواد شتون لري.

په سیدتي مجله کې د یوې خپرې شوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې د چغندر جوس د وینې د فشار په کمولو کې ګټور تمامېږي، روغتیایي کارپوهان وایي هغه کسان چې په ورځني ډول د چغندر جوس استعمالوي د وینې د فشار ناروغي کمه وي. په چغندر کې نایتریت وي چې په وینه کې په نایتریک اسید بدلېږي او د وینې رګونه پراخه او آرامه کوي.

د ډیمنشیا ناروغي کموي: د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې د چغندر نایتریت د زیات عمر لرونکو کسانو په دماغو کې د وینې جریان ډېروي او منفي اغېزې یې کموي.

د وزن لپاره: د چغندر په جوس کې لږه کالوري او غوړ وي نو د هغه کسانو لپاره غوره ګڼل کېږي چې له غذایي رژیم ګټه اخلي، نو هغه کسان چې وزن کموي له چغندرو دې ګټه واخلي.

د سرطان لپاره: د چغندرو جوس د انټي اکسایدو یوه مهم ذریعه ده چې په اوبو کې حلېږي او د سرطاني حجرو پر وړاندې د بدن ساتنه کوي. دغه راز پوتاشیم یې عضلې پیاوړي کوي، اعصابو ته قوت ورکوي او د زړه د روغتیا ساتنه کوي.

د پوستکي لپاره: د چغندرو جوس وینه له فاسدو او زهرجنو مادو څخه پاکوي او د ویټامین سي شتون یې پوستکی ښکلی او صاف ساتي، له داغونو او دانو څخه مخنیوی کوي.

د زړه لپاره: په چغندرو کې بیتالین وي چې په بدن کې د هوموسسیټین په کمولو کې مهم رول لوبوي او هوموسسیټین د شریانونو ستونزې پیدا کوي، چې په دې بیا د فلج او د زړه د ناروغیو مخنیوی کېږي. دغه په نورو ګټو کې یې د هضم ښه والی او له قبض څخه مخنیوی شامل دی.

دا هم ولولئ

د فلج ناروغي، ډولونه او نښې، نښانې یې

ویل کېږي چې د فلج ناروغي په ټوله نړۍ کې د مړینې دریم لوی لامل …