کورپاڼه / هنر او کلتور / سلمان خان: دیشا پټاني زما نه بلکې زه یې همزولی ښکارم

سلمان خان: دیشا پټاني زما نه بلکې زه یې همزولی ښکارم

د بالیووډ د فلمونو سلطان سلمان خان چې د اختر په ورځو کې به نوی فلم (رادی) خپور شوی، ددې فلم د اداکارې یا هنرمندې دیشا پټاني په اړه یې خبرې کړي او ویلي یې دي چې نوموړې په فلم کې ډېر ښه اداکاري کړې ده او ډېره ښکلې ښکاري.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د (رادی) فلم د تیاري پرمهال د دوی د خبرو اترو ویډیو خپره شوې، چې د ویډیو له مخې سلمان ددې فلم په اړه خبرې کړي.

سلمان خان په دې ویډیو کې ویلي دي، که یوه اداکاره په دې عمر کې په فلم کې ایکشن صحنه ثبتولی شي، نو هغه رومانس هم کولی شي.

نوموړی په خندوونکي انداز یا ټوکو سره وایي چې په دې فلم کې دواړه همزولي ښکاري، یعنې دیشا زما په عمر نه بلکې زه یې همزولی ښکارم.

د یادولو وړ ده چې سلمان خان اوسمهال د پنځه پنځوسو په عمر دی او دیشا پټاني دا وخت د اته ویشتو کلونو په عمر دی او د دواړو راتلوونکی فلم (رادی) به په اختر کې خپور شي.

دا هم ولولئ

ډوین جانسن: په ماشومتوب کې به خلکو انجلۍ ګڼلم

د هالیووډ د فلمونو ستوری او مشهور ریسلر ډوین جانسن (دی راک) د خپل تېر …