کورپاڼه / روغتيا / د روژې په میاشت کې د وزن کمښت او د کلیسترولو ډېرېدل، حل یې څه دی؟

د روژې په میاشت کې د وزن کمښت او د کلیسترولو ډېرېدل، حل یې څه دی؟

د روژې په مبارک میاشت ډېری کسان د روژې نېولو په سبب خپل وزن بایلي، خو په دې دوران کې د غوړو شیانو په استعمال سره کلیسترول ډېرېږي، چې په اړه یې پوهېدل او بېرته یې خپل ځای ته راوستل اړین وي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې د روژې په مبارکه میاشت کې د خوراک او څښاک یو روټین یا رژیم جوړېږي او د دوو خوراک او د ورځې د یوې لویې برخې ترمنځ هیڅ نه خورو، چې بیا د بدن اضافي کالوري ختمېږي، روغتیا ښه والی مومي او وزن کمښت مومي، خو ځینې تېروتنې داسې وي چې روغتیا مو خرابوي.

د روژې په میاشت کې په هر کور کې غوړ غذایي توکي، غوښه، هګۍ، شېدې، غوړ او کوچ استعمال ډېرېږي، چې په دې سره په روژه کې خو وزن کمښت مومي خو ترڅنګ یې منفي کلیسترول ډېرېږي چې باید پر وخت یې درملنه وشي کنه نو ډېرې نورې ستونزې راولاړوي.

او د طبیعت د خرابېدو، کمزورۍ، بدهضمۍ او تېزابیت ستونزه پیدا کوي او د کلیسترولو په ډېرېدو پرمخ دانې هم ډېرېږي چې بیا ژر تر ژره ترې ځان وژغورو.

روغتیایي کارپوهان لارښوونه کوي چې د کال په دولسو میاشتو کې باید مېوې او سبزیجات استعمال شي او د غوړو او سرو کړو توکو په استعمال سره د انسان روغتیا ورځ په ورځ خرابېږي. نو هڅه وکړئ چې لږ غوندې طبیعي خواړه استعمال کړئ، ورزش وکړئ او دا باید په یاد ولرئ چې سابه او مېوې بالکل کلیسترول نه لري.

بل لوري ته خام سلاد هم د کلیسترولو په کمولو کې مرستندویه تمامېږي، معدې ته هم ګټور وي، لوږه ورک کوي او د کلیسترول کچه برابره ساتي. دغه راژ د ژرندې له اوړو ګټه پورته کړئ او بازاري توکي مه استعمالوئ.

دا هم ولولئ

کولا او خواږه مشروبات د سرطان خطر دوه برابره کوي

لکه څنګه چې هوا یو څه ګرمښت موندلی او د کولا او خوږو مشروباتو استعمال …