کورپاڼه / اسلام / د روژه په حالت کې بخار اخیستل یا لوګی تېرول روژه ماتوي؟ په اړه یې دلته ولولئ

د روژه په حالت کې بخار اخیستل یا لوګی تېرول روژه ماتوي؟ په اړه یې دلته ولولئ

آیا د روژې په حالت کې بخار اخیستل یا بوی کول پر روژه اغېز کوي، یعنې استعمال یې سمه کړنه ده او که څنګه؟ که چېرته په ساده اوبو کې کیمیاوي مواد نه وي استعمال شوي، بخار اخیستل یې رګونه تازه کوي، د تندې احساس کموي او د روژې کیفیت لېرې کوي.

په یو حدیث شریف کې د روژه ماتي پر وخت رسول الله صلی الله علیه وسلم د یوې لوستل شوې دعا څخه معلومېږي چې د روژې په حالت کې د رګونو تازه کول روژه ماتوي. ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم چې کله روژه ماتوله نو دا دعا به یې کوله: تنده ختم شوه، رګونه تازه شول او که الله غوښتل نو ثواب به یې هم ترلاسه شي.(سُنن ابو داود:2357)

یعنې د رګونو تازه کېدل روژه ماتوي، نو یو د روژې پرمهال یو داسې مصنوعي کار ترسره کول چې رنګونه تازه کوي، د روژې مقصد ختموي.

د بخار اخیستلو په سبب اوبه په بخار بدلېږي او د پوزې له لارې خېټې ته داخلېږي، نو ځکه خو د روژې په حالت کې بخار اخیستلو ته اجازه نشته او روژه خرابوي.

په تنویر الابصار او الدرالمختار کې راځي. ژباړه: که چېرته په حلق کې ګرد، مچ یا لوګی داخل شي، نو روژه نه فاسدوي هغه که یې روژه په یاد هم نه وي ځکه چې له دې څخه ځان ژغورنه امکان نه لري، خو که چېرته روژه نېوونکی پخپل عمل سره په حلق کې لوګی داخل کړي نو روژه یې ماتېږي، هغه که د عود یا عنبرو لوګی هم وي.

دا هم ولولئ

آیا په یوه توله سرو یا سپینو زرو هم زکات شته او څنګه؟ حکم یې دلته ولولئ

پوښتنه: نن سبا چې یوه توله سره زر څو قیمت یا بیه لري، په دومره …