کورپاڼه / خپلواک / د بنګله دېش ښځو له پاکستانيو ښځو سره لوبلړۍ مساوي کړه
پاکستان او بنګله دېش ښځينه لوبډلې

د بنګله دېش ښځو له پاکستانيو ښځو سره لوبلړۍ مساوي کړه

خپلواک وېبپاڼه (٤ نومبر ٢٠١٩): د پاکستان او بنګله دېش ترمنځ د دوه يو ورځنيو لوبو لوبلړۍ دويمه يو ورځنۍ لوبه نن ترسره شوه چې د بنګله دېش ښځينه لوبډلې په ١ ويکټ د پاکستان ښځينه لوبډلې ته ماته ورکړه او د دوه يو ورځنيو لوبو لوبلړۍ يې له پاکستان سره مساوي وکړه.

د پاکستان او بنګله دېش ښځينه لوبډلو ترمنځ د يو ورځنيو سياليو دويمه لوبه يا د لوبلړۍ وروستۍ لوبه د پاکستان په لاهور ښار کې ترسره شوه. د لوبې په پيل کې پچه د پاکستان ښځينه لوبډلې وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه کړه.

د پاکستان ښځينه لوبډلې په ٤٨.٤ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ٢١٠ منډې وکړې. د دوى له ډلې ناهيدې خان ٦٣، عاليه رياض ٣٦، بسمه معروف ٣٤ او جويريه خان ٢٤ منډې وکړې.ناهيده خان

د بنګله دېش له لوري رومانه احمد ٣، سلمه خاتون ٢ او فنا ګوش ١ ويکټ ترلاسه کړه.

د ٢١١ منډو د هدف تعقيب د بنګله دېش ښځينه لوبډلې په ٤٩.٥ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو پوره او په ١ ويکټ يې بريا خپله کړه. د دوى له لوري فرګانه حق ٦٧، مرشده خاتون ٤٤، رومانه احمد ٣١ او شرمين سلطانې ٢٧ منډې ترلاسه کړې.

د پاکستان له لوري بسمه معروف او سيده اروب شاه ٢-٢، ډيانا بېګ، ثنا مير او نشره سندهو ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.جهان ارا عالم

د لوبې د غوره لوبغاړې جايزه د بنګله دېش فرګانه حق ترلاسه کړه.

د يادولو ده چې د بنګله دېش ښځينه لوبډله د پاکستان په سفر وه، چې لومړى يې د شل اوريزو لوبو لوبلړۍ ترسره کړې وه، همدا راز د دوه يو ورځنيو لوبو په لومړۍ لوبه کې د پاکستان ښځينه لوبډلې بريا خپله کړه او په دويمه کې د بنګله دېش ښځينه لوبډلې بريا خپله کړه چې له دې سره دغه لوبلړۍ مساوي پاى ته ورسېده.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …