کورپاڼه / د لوبو راپورونه / سریلانکا په دویمه ټیسټ لوبه کې بنګله دیش ته ماتي ورکړه

سریلانکا په دویمه ټیسټ لوبه کې بنګله دیش ته ماتي ورکړه

سریلانکا په دویمه ټیسټ لوبه کې بنګله دیش ته په ۲۰۹ منډو ماتي ورکړه او په دې سره یې د ټیست لوبلړۍ د ۱-۰ په وړاندې وګټله.

دغه لوبه چې د سریلانکا په کوربتوب په پیلکالي لوبغالي کې د اپریل په ۲۹مه نیټه پیل شوه، د لوبې پچه سریلانکا وګټله او پخپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د سریلانکا لوبډلې تر ۱۶۰ اورونو په لوبولو د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۴۹۳ منډې جوړې کړي او بیا یې د توپ وهنې نوبت د بنګله دیش لوبډلې ته ورکړ. د سریلانکا له لورې دیموت کروناراتني ۱۱۸، لایرو تریمني ۱۴۰، اوشاده فرناندو ۸۱ او نیروشان ډیکویلا ۷۷ ناسوځیدلي منډې جوړې کړې.

د بنګله دیش له لورې په توپ اچونه کې تسکین احمد ښه ځلیدلی او څلور سریلانکایي لوبغاړي سوځولي، دغه راز تاج الاسلام، مهدي حسن او شرف الاسلام یوه ـ یوه ویکټه ترلاسه کړه.

بنګله دیشۍ لوبډله د توپ وهنې لپاره ډګر ته راښکته شوه خو ښه ونه ځلیده او د ۹۱ اورنو په لوبولو یې ۲۵۱ منډې وکړې او له لومړنۍ پاڼې پرې ۲۴۲ منډې واوښتې. د بنګله دیش له لورې په توپ وهنه کې تمیم اقبال ۹۱، مومن الحق ۴۹ او مشفیق الرحمن ۴۰ منډې وکړې. د سریلانکا له لورې په توپ اچونه کې پروین جیوککراما ښه وځلید او شپږ لوبغاړي وسوځول، دغه راز سرنګا لکمل او رامیش میندیس دوه ـ دوه ویکټې واخیستې.

سریلانکایي لوبډلې یو ځل بیا توپ وهنه پیل کړه او د   ۹ لوبغاړو په سوځیدو په ۴۳ اورونو کې ۱۹۴ منډې وکړې، پاڼې ډیکلیر کړه او بنګله دیش ته د ۴۳۷ منډو هدف وټاکه، چې له لورې یې دیموت کروناراتني ۶۶ او دننجیا دي سلوا ۴۱ منډې وکړې. د بنګله دیش له لورې تاج الاسلام پنځه، مهدي حسن دوه، تسکین احمد او سیف حسن یوه ـ یوه ویکټ ترلاسه کړه. اوس به بنګله دیشۍ لوبډله توپ وهنه کوي او د هدف د ترلاسه کولو لپاره ۱۵۸ اورونو له ځان سره په واک کې لري.

بنګله دیشۍ لوبډله د ۴۳۷ منډو په تعقیب د لوبې ډګر ته راښکته شوه، خو ټول لوبغاړي په ۷۱ اورونو کې په ۲۲۷ منډو له لاسه ورکړل او په دې یې په ۲۰۹ منډو لوبه وبایلله، د بنګله دیش له لورې مشفیق الرحیم ۴۰، مهدي حسن ۳۹ ترټولو ډېرې منډې وکړې او د سریلانکا له لورې په توپ اچونه کې پروین جیوککراما پنځه، رامیش میندیس څلور او دننجیا دي سلوا یو لوبغاړی وسوځاوه.

په دې سره سریلانکا د دوو ټیسټ لوبو لړۍ د ۱-۰ په وړاندې وګټله، د لوبې غوره لوبغاړی پروین جیوککراما او د لوبلړۍ غوره لوبغاړی دیموت کروناراتني ونومول شو.

دا هم ولولئ

عرفان پټان او محمد شامي

سچن ټنډولکر، محمد شامي او نورو هندي لوبغاړو مسلمانانو ته د اختر مبارکي ورکړه

د سعودي عربستان او افغانستان په ګډون د نړۍ په ټولو اسلامي هېوادونو کې پرون …