کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د ای پي ایل لپاره بد خبر، د کورونا له امله نننۍ لوبه وځنډېده
کلکته نایټ رایډرز

د ای پي ایل لپاره بد خبر، د کورونا له امله نننۍ لوبه وځنډېده

د هند تجارتي لیګ (ای پي ایل) نننۍ لوبه له دې امله ځنډېدلې ده، چې په يوه لوبډله کې د دوه لوبغاړو د کورونا ټېسټونه مثبت راغلي دي.

د اي ایس پي این کریک انفو د راپور په وېنا، د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې دوه لوبغاړو ورون چکرورتي او سندیپ واریر د کورونا ټېسټونه مثبت راغلي دي، چې له امله يې نننۍ لوبه ځنډېدلې ده.

نن کلکته نایټ رایډرز لوبډلې د رایل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې سره د افغانستان په وخت ۶:۳۰ بجې لوبه ترسره کوله، خو دا لوبه ځنډېدلې او بله کومه ورځ به بیا ترسره شي.

ورون چکرورتي د مټې د سکېن لپاره د بایوببل څخه وتلی و او ویل کېږي چې بېرته راتګ سره يې له ځان سره د کورونا ویروس هم راوړی دی.

د ۲۰۲۱ کال د ای پي ایل له پيلېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د لوبغاړو د کورونا ټېسټونه مثبت راغلي دي، خو د ای پي ایل مسوولینو او د یادې لوبډلې مسوولینو په دې اړه په رسمي ډول تراوسه پورې هېڅ هم نه دي ويلي.

دا هم ولولئ

مبارز: په دویم رونډ کې به رانه ځان خلاص نه کړې. سمیع فیضي: راځه پنجره کې سره مخ شو

عبدالسمیع فیضي، باز محمد مبارز ته په پنجره کې د سیالۍ کولو چیلنج ورکړی او …