کورپاڼه / جالب / د نړۍ ترټولو غټه الوتکه د پرواز لپاره تیاره ده

د نړۍ ترټولو غټه الوتکه د پرواز لپاره تیاره ده

نړۍ ورځ تر ورځې د پرمختګ او ټیکنالوژۍ پر لور چټک ګامونه پورته کوي او هره ورځ داسې سیستمونه او ټیکنالوژۍ رامنځته کېږي، ترڅو د انسانان لپاره سهولیت رامنځته کړي، چې اوسمهال د ټیکنالوژۍ له ډګر نوی خبر دادی چې د نړۍ غټه الوتکه د الوتنې لپاره تیاره ده.

د نړیوال خبري آژانس د راپور له مخې ویل کېږي چې د نړۍ ترټولو غټه الوتکه اوسمهال د الوتنې لپاره تیاره ده او دغه الوتکه د (سټراټولانچ سیستم) د شرکت له لورې جوړه شوې ده.

راپورونه زیاتوي چې د سټراټولانچ په نوم دغه غټه الوتکه چې لومړنی ازمایښي الوتنه یې په ۲۰۱۹ کال ترسره کړې وه، اوسمهال یې دویم ازمایښي الوتنه هم په بریا سره بشپړه کړه.

ویل کېږي چې ددې الوتکې په مرسته نړیوال فضایي مرکزه پورې سامان یا اړین توکي رسول شوي دي.

دغه الوتکه د الوتنې پرمهال تر څوارلسو زرو فوټو لوړوالي پورې لاړه او په ساعت کې یې د ۱۹۹ کیلومیتره په سرعت سره الوتنه وکړه، چې یاد شرکت بریا ګڼلې ده.

دا هم ولولئ

د هغه فیل ویډیو خپره شوه چې د کرکټ لوبه کوي

کرکټ یوه داسې لوبه ده چې په ټوله نړۍ کې ډېر مینوال لري او د …