کورپاڼه / روغتيا / آیا د مڼې سرکه په رښتیا هم ډېرې حیرانوونکې ګټې لري؟

آیا د مڼې سرکه په رښتیا هم ډېرې حیرانوونکې ګټې لري؟

د مڼې سرکه د ډېرو خلکو په نظر حیرانوونکې ګټې لري او دا سرکه د مڼې له اوبو جوړېږي او په ښکاره ډول کومه ځانګړتیا نه لري، خو ډېری کسان په دې باور دي چې د نورو سرکو په پرتله یې ګټې ډېرې دي، چې خوند او بوی هم ښه لګېږي، خو په دې اړه ساینس څه وایي؟

  • وزن کموي: له یوې څېړنې معلومه شوې چې د مڼې سرکه وزن کموي، خو په دې اړه داسې شواهد نشته چې په ډېر استعمال سره یې ډېر وزن کمېږي او که څنګه.

  • د وینې شکر کموي: دا سرکه د هغه کسانو لپاره هم ګټوره ګڼل کېږي، له خوراک وروسته ددې سرکې استعمال شکر کنترولوي خو د درملو بدیل یې نه شو ګڼلی، خو د ګردو ناروغان یې باید ونه کاروي.

  • انسولین کنترولوي: که چېرته د مڼې سرکه له خوراک وروسته استعمال شي نو د انسولینو کچه کموي او زموږ بدن دې هورمون ته د ګلوکوزو د ترلاسه کولو لپاره اړتیا لري ترڅو د بدن انرژي برابره وساتي.

  • د بکتریا په وړاندې اغېزمن تمامېږي: د مڼې سرکه د تېزابیت په سبب ځینې بکتریاوې ختموي او په غذا کې استعمال میکروبونه ختموي.

  • د ویښتانو پخې لپاره: که چېرته د ویښتانو د پچې له ستونزې سره مخ یئ، نو سرکه ورته ګټوره تمامېږي خو تر اوسه دا نه ده ثابته شوې چې د مڼې سرکه د ویښتانو بکتریا او فنګس ختموي خو که چېرته پرې سر ووینځل شي نو د پچې ستونزه کموي او ترڅنګ یې د سر سپږې هم ختموي.

  • د غاښونو لپاره: د مڼې سرکه غاښونه سپین ساتي، خو باید په احتیاط سره استعمال شي کنه نو د غاښونو سطحه اغېزمنوي.

  • معدې لپاره: د مڼې سرکه داسې ژوندۍ بکتریاوې لري چې د معدې لپاره ګټور وي، خو په دې اړه ساینسي شواهد نشته دی.

  • د حجرو ساتنه کوي: په مېوو، سبزیجاتو، کافي او چاکلیټ مې فینولونه وي چې دا یو ډول انټي اکساید وي چې د سرطان او نورو ناروغیو مخنیوی کوي.

  • لوړ فشار: پر موږکانو د څېړنو له مخې ثابته شوې چې د مڼې سرکه یې د وینې فشار کنترولوي، خو په انسانانو لا څېړنې نه دي شوي.

  • اشتها کموي: که چېرته په سباناري که دغه سرکه له سپینې ډول سره استعمال شي نو اشتها ختموي چې بیا په همدې ډول وزن هم کموي.

دا هم ولولئ

د روژې په مبارکه میاشت کې د قهوې د استعمال حیرانوونکې ګټې

روغتیایي کارپوهان د قهوې استعمال په هر حال کې ګټور ګڼي او د روژې په …