کورپاڼه / روغتيا / د والدین د ژوند طرز، طریقه پر جنین اوږدمهاله اغېزې کوي
Baby fetus pregnancy concept

د والدین د ژوند طرز، طریقه پر جنین اوږدمهاله اغېزې کوي

ماشوم او والدین دا دواړه سره تړلي نومونه دي او په دې به هم پوهېږئ چې د والدینو عادتونه، چال، چلند او د ژوند طرز د ماشوم پر روزنه کې مهم رول لوبوي، خو اوس څېړنه وایي چې د حمل پرمهال د والدینو د ژوند طرز د ماشوم روغتیا تعینوي.

د ورزش، خوراکي توکو، جینیاتو او د والدینو د ژوند د طرز او طریقې په اړه له یوې نوې څېړنې څخه معلومه شوې چې د مور او پلار د ژوند غوره طرز او طریقه د مور په خېټه کې د ماشوم پر روغتیا اغېزې کوي.

په دې څېړنه کې ویل شوي که چېرته والدین د چاغښت یاهم د سست یا کمزوري ژوند خاوندان وي نو د ماشوم د میتابولیزم په عملیه اغېزې پرېباسي، خو هغه والدین په ځانګړي توګه مور که چېرته د حمل پرمهال فعال ژوند ولري نو ماشوم ته یې یاد خطر نه مواجع کېږي.

کله چې میندې د حمل یا امیندوارۍ پرمهال ورزش کوي، نو پر خپل راتلوونکي ماشوم د هغه د والدینو د غیر روغتیایي خوړو مضرې اغېزې کموي.

له یادې څېړنې موږ په دې پوهېږو چې د حمل پرمهال د والدینو د ژوند طرز او طریقه پر راتلوونکي ماشوم اغېزمنه تمامېږي او د حمل پر مهال بدني فعالیتونو د ماشوم په روغتیا کې کلیدي رول لوبوي.

دا هم ولولئ

نوې څېړنه: ټیکنالوژي د انسان پر ذهنې روغتیا ناوړه اغېزې نه کوي

د یوې څېړنې له مخې چې پر دري څلویښت زره ځوانانو باندې ترسره شوه، ترې …