کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / فیسبوک له وټساپ څخه څه ډول پیسې څه ګټي؟

فیسبوک له وټساپ څخه څه ډول پیسې څه ګټي؟

د فیسبوک شرکت په ۲۰۱۴ کال د وټساپ اپلیکیشن په نوولس میلیارده ډالر واخیست، چې له هغې وروسته سوداګرو د حیرانۍ څرګندونه وکړه چې فیسبوک به دا روپۍ څنګه پوره کوي.

یاد شرکت بالاخره ځینې راپورونه ورکړل چې له مخې یې معلومېږي چې دوی په نورو پلیټ فارمونو، فیسبوک او پر انستاګرام د اعلانونو د پلورلو لپاره وټساپ څه ډول استعمالوي او پیسې ترې لاسته راوړي.

هغه سوداګر چې د خپلو پیریدونکو د سوداګریزو کارونو د راکړې ورکړې لپاره وټساپ استعمالوي، له ۲۰۱۷ کال را په دیخوا پر فیسبوک او انستاګرام اعلانونه اخلي.

ویل کېږي چې په دې اعلانات کې یوه بټن وي چې پر وهلو سره یې هغه اعلان کاروباري یا سوداګرو کاروونکو ته له فیسبوک یا انستاګرام څخه وټساپ ته ځي او د اړوند کار په اړه یې د خبرو اترو وړ ګرځوي.

د فیسبوک د بنسټ ایښودونکي مارک زکربرګ پر وینا چې تر اوسه پورې د اعلاناتو اخیستونکو کاروباري کاروونکو شمېر تر میلونو کسانو پورې رسېدلی دی.

دا هم ولولئ

ساینسپوهانو له پلاستیک څخه د تېلو په تیارولو کې بریا ترلاسه کړې

امریکایي کارپوهانو یوه داسې نوې طریقه ایجاد کړې چې په مرسته یې پلاستیک په تېلو …