کورپاڼه / تجارتي ليګونه / په ای پي ایل د کورونا بریدونه، د چینای ۳ کسان هم په کورونا اخته شوي
دهوني

په ای پي ایل د کورونا بریدونه، د چینای ۳ کسان هم په کورونا اخته شوي

د کلکته نایټ رایډرز د دوه لوبغاړو د کورونا ویروس د ټېسټونو مثبت راتلو وروسته تازه دا معلومات هم رارسېدلي دي، چې د چینای سوپر کنګز لوبډلې درې کسان هم په کورونا ویروس اخته شوي دي.

که څه هم ای پي ايل یا هم د یادو لوبډلو مسوولینو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو کریک انفو په یو راپور کې د کلکته نایټ رایډرز د دوه لوبغاړو د کورونا ټېسټونو مثبت راتلو او د لوبې د ځنډېدو خبر ورکړی دی.

د کریک انفو په یو خبر کې راغلي دي، چې د چینای سوپر کنګز د ۳ کسانو د کورونا ټېسټونه مثبت راغلي دي، خو په دې کې کوم لوبغاړی نه دی شامل.

هغه کسان چې ټېسټونه يې مثبت راغلي دي، په دوی کې اجراييوي رييس کاسي وسواناتن، د توپ اچونې روزونکی ایل بالاجي او د بس کلېنډر شامل دي. دا ټول به د لس ورځو لپاره کرنټین شي.

همدا راز د ارون جیټلي لوبغالي د پنځه کارمندانو د کورونا ټېسټونه هم مثبت راغلي دي، چې له دې سره په ای پي ايل کې د کورونا پېښې ساعت په ساعت په زياتېدو دي، خو د لوبغاړو په برخه کې بيا يې يوازې د کلکتې لوبډلې ۲ لوبغاړي په کورونا اخته دي، چې له امله يې نن دېرشمه لوبه چې د کلکته نایټ رایډرز او رایل چېلنجرز بېنګلور ترمنځ ترسره کېده، هم بلې ورځې ته ځنډېدلې ده.

دا هم ولولئ

ابراهیم ځدراڼ او نوین الحق

نوین الحق او ابراهیم ځدراڼ انګلستان ته ورسېدل

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې دوه ځوان لوبغاړي نوین الحق او ابراهیم ځدراڼ انګلستان ته …