کورپاڼه / هنر او کلتور / پریانکا چوپړا د چندې ټولولو په کمپاین کې پنځوس میلونه روپۍ راټولې کړې

پریانکا چوپړا د چندې ټولولو په کمپاین کې پنځوس میلونه روپۍ راټولې کړې

د بالیووډ فلمي ستورې پریانکا چوپړا په هند کې له کورنا وایروس څخه د رامنځته شوي بحران په اړه ویډیو خپره کړې او پخپلو هڅو یې نهه څلویښت میلونه روپۍ هم راټولې کړي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې پریانکا چوپړا او خاوند یې نیک جونس په هند کې د کورونا وایروس له تباهۍ څخه د ژغورلو لپاره تر اوسه پورې تقریباً پنځوس میلونه روپۍ راټولې کړي.

پریانکا چوپړا په ټولنیزه رسنۍ پوسټ کړی او خپلو مینوال او تعقیبوونکي یې په هند کې د کورونا وایروس د دویمې څپې په سبب د رامنځته شوي تباهۍ څخه خبر کړي دي.

په ویډیو کې لېدل کېږي چې ناروغان په روغتون کې د بستر او اکسیجن لپاره هڅه کوي او روغتیایي کارکوونکي په روغتونونو کې د هر ډول طبي توکو د کمښت خبر ورکوي، پریانکا پخپل پوسټ کې لیکلي چې د کورونا د تباه کوونکو اغېزو د ختمولو لپاره مبارزه لا هم دوام لري.

نوموړې لیکلي چې ستاسو مرسته په هند کې تر ډېره رامنځته شوی حالت سمولی او د خلکو ژوند ژغورلی شي، بل لوري ته د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د نوموړې دغه کار ستایلی دی.

دا هم ولولئ

اریانا سعید

اریانا سعید: حیض یا میاشتینۍ ناروغي باید شرم ونه ګڼل شي

د هېواد مشهوره سندرغاړې او د ښځينه حقونو مدافع اریانا سعید د ښځو د میاشتینۍ …