کورپاڼه / بېلا بېل / په خوب کې د طلا ګوتمې ليدل او د هغې تعبیر
د طلا ګوتمې

په خوب کې د طلا ګوتمې ليدل او د هغې تعبیر

هر خوب خپل ځانته يو تعبير هم لري او که د ځینو خوبونو تعبیرونه ښه نه وي، نو ځينې خوبونه بیا ډېر ښه او د راتلونکي لپاره زېري هم وي.

په خوب کې د طلا ګوتمې په خپل لاس کې ليدل او بیا دا څه ډول تعبیر لري؟ په هم دې اړه یو کس د خوبونو د تعبیر کوونکي عالم څخه پوښتنه کړې، چې خوب او تعبیر دواړه يې تاسې سره دلته شريکوو.

خوب: ما په خوب کې د خپل چپ لاس په څلور يا ښايي پنځه ګوتو کې د طلا ګوتمې وليدلې چې اچولې مې دي، په دې ګوتمو کې کوچني کوچني کاڼي هم لګېدلي دي، د لومړۍ ګوتې ګوتمه لږه غټه وه، خو نورې بيا وړې وې.

او کله چې زه دا ګوتمې په لاس کوم، نو هغه وخت فکر کوم چې په نارینه د طلا اچول خو حرام دي، خو هغه وخت دا هم وايم، چې په جنت کې خو نارینه طلا اچولی شي، والله اعلم.

د دې خوب تعبیر: دا ډېر ښه خوب دی، انشاء الله چې په کاروبار کې به دې برکت راشي.

دا هم ولولئ

لندنی ملا

د لندن په بریج ټاور کې په لومړي ځل اذان وشو + ویډیو

د بریتانيې پلازمېنې لندن په بریج ټاور کې په لومړي ځل اذان وشو، چې دا …