کورپاڼه / جالب / په سعودي عربستان کې د مصر له اهرامونو هم لرغوني اثار موندل شوي

په سعودي عربستان کې د مصر له اهرامونو هم لرغوني اثار موندل شوي

د سعودي عربستان په شمال لویدیځه برخه کې زرګونه داسې لرغوني آثار شتون لري، چې د مصر له اهرامونو هم ۲۵۰۰ کاله لرغوني دي او مستطیل ورته ویل کېږي.

ویل کېږي چې ددې موندنې لړۍ په ۱۹۷۰ کال پیل شوې وه، خو لرغون پېژندونکو ورته ځانګړې پاملرنه نه کوله خو اوسمهال معلومه شوې چې دغه مستطیل لږ تر لږه ۷۰۰۰ کاله لرغوني دي.

ویل کېږي چې د ویسټرن استرالیا پوهنتون استاد هیوتامس او ملګرو یې د لومړي ځل لپاره په دې مستطیل تفصیلي څېړنې وکړې، چې دوه لکه مربع کیلو میتره ځمکه یې احاطه کړې او د سعودي عرب له یادې سیمې یې له زرو ډېر مستطیل موندلي دي، چې له وړاندې اټاکلونو څخه لږ تر لږه دوه برابره دي.

ددې مستطیل اوږدوالی له شلو تر شپږ سوو میترو پورې معلوم شوی او ترټولو غټه ډبره چې پکې استعمال شوې وزن یې پنځه سوه کیلو ګرامه دی او د هر مستطیل دیوال لوړوالی ۱.۲ میتره دی او څېړونکي یې د تیږو ترتیب او غټوالي ته په کتو وایي چې د مستطیل یوه برخه سر او بلې د لکۍ درجه لري.

د مستطیل موخه څه ده؟ په دې اړه له مسطیلونو څخه د حیواناتو د پاتې شوو او هډوکو څخه داسې اټاکل کېږي چې دا یې د ځانګړو مذهبي دودونو په ځانګړي توګه د حیواناتو د قربانۍ لپاره استعمالول

د یادولو وړ ده چې د سعودي عربستان په تاریخي لحاظ د ډېرو مذهبي پېښو د مرکز سربېره بیاهم د لرغوني تاریخ ډېره برخه یې تر اوسه نامعلومه ده.

دا هم ولولئ

د هغه فیل ویډیو خپره شوه چې د کرکټ لوبه کوي

کرکټ یوه داسې لوبه ده چې په ټوله نړۍ کې ډېر مینوال لري او د …