کورپاڼه / روغتيا / خپله ستړیا په دې ډول ختمه کړئ او چست و چالاک واوسئ

خپله ستړیا په دې ډول ختمه کړئ او چست و چالاک واوسئ

ستړیا یو داسې ناروغي ده چې د هر شخص په غوښه او پوستکي سره یوځای کوي او چې ورته ګورې نو له ستړیا به مړاوی ښکارېږي او مختلف سببونه لري.

د مناسبې او غوره غذا نه شتون، د کار بوج، بدني فعالیتونه، ذهني فشار، د خوب کمښت، کمزوري او د اوبو کمښت د ستړیا سبب کېږي. روغتیایي کارپوهان وایي چې د انسان بدن په ورځ کې اتو پیالو اوبو ته اړتیا لري او که چېرته د بدن اړتیا پوره نه شي نو د وینې فشار ټیټېږي.

دغه راز دماغو ته د اکسیجن رسونه ورو کوي او بدن له ستړیا سره مخ کوي، نو ددې هدف لپاره د اوبو پرځای روغتیایي مشروبات او جوس هم استعمالولی شئ او د ښې روغتیا لپاره مناسب آرام کولو ته هم ډېره اړتیا وي او د ورځې پرمهال تر څلویښت دقیقو قیلوله هم په ښې روغتیا کې مهم رول لوبوي.

همدارنګه د شپې پرمهال اته ساعت خوب کول هم پر روغتیا مثبتې اغېزې کوي او په سهار کې د پاڅېدو پرمهال تازه والی او پیاوړتیا درکوي او د بدن د انرژۍ ساتلو لپاره په مناسبه اندازه ویټامینونو، پروټینو او کاربوهایډریټ استعمال کړئ، ځکه چې دا له ستړیا سره مقابله کوي او په وینه کې د ګلوکوزو کچه برابره ساتي او د طبیعت د ښه کېدو او د انرژۍ د ډېرولو هورمونو په اخراج کې هم مرسته کوي.

بل لوري ته که چېرته په مناسبه اندازه روښنایي هم ترلاسه نه شي نو د طبیعت د خرابېدو ستړیا، نا آرامۍ سبب کېږي، نو هڅه وکړئ چې د کور یا دفتر کړکۍ پرانېزئ ترڅو تازه هوا او د لمر وړانګې ورته داخلې شي او تر دیرش دقیقو پورې طبیعي رڼا واخلئ او د کمپیوټر، موبایل او نور له وړانګو ځان وساتئ ځکه چې دغه وړانګې طبیعت خرابوي او د ستړیا لامل یې کېږي.

دا هم ولولئ

ډېر زیات خوله کیدل د کومو ناروغیو نښه ګڼل کېږي؟

خوله کیدل یوه طبیعي کړنه ده چې د بدن د یخ یا سوړ ساتلو ترڅنګ …