کورپاڼه / هنر او کلتور / اریانا سعید: که ژوند ته جدي شئ، ټول ملګري به له لاسه ورکړئ
اریانا سعید

اریانا سعید: که ژوند ته جدي شئ، ټول ملګري به له لاسه ورکړئ

د هېواد مشهوره سندرغاړې او د ښځينه حقونو مدافع اریانا سعید وايي، که چېرته خپل ژوند ته جدي شوئ نو خپل ټول ملګري به له لاسه ورکړئ.

اریانا سعید چې په ټولنيزو رسنیو کې ډېره فعاله ده، له خپلو مینه والو سره خپل تازه عکسونه او ویډيوګانې خپروي، خو که يو خوا يې ډېر خلک خوښوي، نو بلخوا د خلکو له نیوکو سره هم مخ کېږي.


نوموړې تازه په مشهور اپليکېشن انسټاګرام کې خپل تازه عکسونه خپاره کړي دي، چې تور او سپین چست کالي يې په غاړه دي. هغې له دې عکسونو سره لیکلي دي، که چېرته د خپل ژوند په اړه جدي شوئ، نو ډېر ملګري به له لاسه ورکړئ.

په انسټاګرام کې د اریانا سعید دا عکسونه په ۴ ساعتونو کې ۱۶ زره کسانو خوښ کړي او همدا راز سلګونه کسانو يې په عکسونه تبصرې کړې دي.

د اریانا سعید مینه والو نه یوازې دا چې د هغې ياده خبره تایید کړې ده، بلکې د هغې د عکسونو ستاینه يې هم کړې ده او خپله مینه يې ورته څرګنده کړې ده.

دا هم ولولئ

شروتي حسن

شروتي حسن د مالي ستونزو ښکار شوه، وايي: پلار مې راسره مرسته نه کوي

د هندي سینما د مشهور هنرمند او سیاستوال کمل حسن لور او مشهوره اداکاره شروتي …