کورپاڼه / خپلواک / سندرغاړي ګودر ځاځي هم ګډ ژوند پيل کړ
ګودر ځاځى

سندرغاړي ګودر ځاځي هم ګډ ژوند پيل کړ

خپلواک وېبپاڼه (٤ نومبر ٢٠١٩): د پښتو ژبې نوي سندرغاړي ګودر ځاځي هم واده وکړ او خپل ګډ ژوند يې پيل کړ، چې په ټولنيزو رسنيو کې ورته ډېرو خلکو مبارکۍ هم ورکړي دي.

ګودر ځاځى يو له هغه پښتو سندرغاړو څخه دى، چې ښې او معياري سندرې وايي، که څه هم ډېر وخت يې په موسيقۍ کې نه کېږي، خو د ښو سندرو په ويلو سره يې ګڼ مينه وال پېدا کړي دي.

نوموړي په خپله يوه وروستۍ مرکه کې ويلي و، چې هر څوک د خپل غوره ژوند لپاره منډې ترړې وهي، خو د هغه هدف د خپل قام او ولس خدمت کول دي.


هغه وايي چې لس سندرې يې ويلي دي، خو هره سندره يې د ولس لپاره يو پېغام لري. نوموړى وايي، چې انسان او هېواد سره يې مينه ده، نو له همدې امله يې ټولې داسې سندرې ويلي دي، چې هېوادوالو ته يو پېغام ولري.

نوموړي همدا راز زياته کړې وه، چې هنرمندان بايد په خپلو سندرو کې خلکو ته پېغام ورکړي، هغه وايي چې ټولې سندرې يې د ملي يووالي پېغام لري.

هغه نه يوازې دا چې په پښتو ژبه سندرې ويلي دي، بلکې په دري کې يې هم سندرې ويلي دي او د (مورې مورې) په نوم سندره يې ډېره مشهوره شوې وه. همدا راز نوموړي په وروستيو کې د ولسمشر غني په تړاو هم يوه سندره (دا وطن دې بې له تا نه شي بابا) ويلې ده، چې خلکو ډېره زياته خوښه کړې ده.

ياده دې وي چې ګودر ځاځي د فريسکا ګودر نيازۍ سره واده کړى دى، چې نن يې په خپله فېسبوکپاڼه کې هم د خپلې مېرمنې نوم ورزيات کړى دى. د هغه په واده کې نامتو سندرغاړي جاوېد اميرخېل هم ګډون کړى و.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …