کورپاڼه / خبرونه / له هنده اسټرالیا ته په تګ بندېز، مايکل سلیټر د خپل هېواد لومړي وزیر ته په غصه دی
مایکل سلیټر او سکاټ موریسن

له هنده اسټرالیا ته په تګ بندېز، مايکل سلیټر د خپل هېواد لومړي وزیر ته په غصه دی

د اسټرالیا حکومت له هند څخه د خپلو وګړو بېرته اسټرالیا ته په تګ بندېز لګولی دی، چې د دې پرېکړې له وجې د اسټرالیا پخواني لوبغاړي او اوسني کمنټېټر مایکل سلیټر د اسټرالیا په لومړي وزير سختې نيوکې کړې دي.

مایکل سلیټر په ټویټر کې لیکلي دي: ((که زموږ حکومت د اسټرالیايي وګړو د روغتیا لپاره فکرمند وای، نو موږ به يې بېرته خپلو کورونو ته پرېښي و. دا ډېره لویه د بدنامۍ خبره ده او ته د خلکو د مړینې ذمه وار يې.))

هغه په خپل ټویټ کې ډېره غصه ښکاره کړې ده او لومړي وزیر ته يې ليکلي دي، چې ستا جرات څنګه شوی دی چې له موږ سره داسې چلند کوې، ته په خپل هېواد کې د کرنټین سیسټم د ختمولو په اړه څه فکر لرې؟

د يادولو وړ ده چې مایکل سلیټر دا ټویټ وروسته له هغه کړی دی، چې څو ورځې وړاندې د اسټرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن له هند سره په هوايي تګ راتګ بندېز ولګاوه او بیا يې په ای پي ايل کې اسټرالیايي لوبغاړو ته دا هم وويل، چې په خپله هند ته تللي یئ، نو بېرته د راتګ لپاره هم خپل بندوبست په خپله وکړئ.

همدا راز د اسټرالیا حکومت دا هم ويلي دي، چې په هند کې چې کوم اسټرالیايي وګړي دي، هغوی ته اجازه نشته چې اسټرالیا ته بېرته راشي او که چېرته راغلل، نو دوی ته به پنځه کاله د زندان سزا ورکول کېږي او یا به هم جریمه کېږي.

د یادولو وړ ده چې په ای پي ايل کې د اسټرالیا مشهور لوبغاړي لوبېږي، کریس لین د اسټرالیا کرکټ بورډ نه غوښتنه کړې وه، چې د ای پي ايل له ختمېدو وروسته دې د اسټرالیا لوبغاړو لپاره د يوې ځانګړې الوتکې بندوبست وکړي، خو د هند کرکټ بورډ اجراييوي رییس وايي، چې دوی هېڅ داسې پلان نه لري.

دا هم ولولئ

محمد نبي

د نبي خېریه بنسټ په کابل او ننګرهار کې له لسګونو کورنیو سره مرسته وکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره لوبغاړي محمد نبي خېریه بنسټ له لوري په …