کورپاڼه / جالب / د کرکټ په تاریخ کې د يو لوبغاړي جالبه اوټ کېدل، ټول يې حېرانه کړل
تېج السلام

د کرکټ په تاریخ کې د يو لوبغاړي جالبه اوټ کېدل، ټول يې حېرانه کړل

د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې توپوهونکی تېج السلام په یو داسې جالب ډول اوټ شو، چې ټول خلک يې حېرانه کړل، هغه د خپل بوټ له وجې وسوځېده.

دا ټېسټ لوبه چې د سریلانکا او بنګله دېش ترمنځ په پالی کیلي کې ترسره شوه، تېج السلام توپ په بېټ وواهه، خو په دغه وخت کې يې بوټ له پښې ووت او ویکټ پرې ولګېده، چې لوبڅار اوټ اعلان کړ.


د تېج السلام بوټ ښايي غټ و او یا هم هغه خپل بوټان په سمه توګه نه و په پښو کړي، چې له امله يې ورسره يې داسې کار وشو او اوټ شو.

د تېج السلام په داسې جالب ډول اوټ کېدو يې په ټولنيزو رسنیو کې د کرکټ مینه وال او د کرکټ پوهان هم حېرانه کړي دي، چې ډېری کسانو په دې اړه پوسټونه کړي دي.

د يادولو وړ ده چې د سریلانکا او بنګله دېش ترمنځ دویمه ټېسټ لوبه کې سریلانکا د ۲۰۹ منډو په ستر توپیر بنګله دېش ته ماتې ورکړه او بریا يې خپله کړه.

دا هم ولولئ

قېس احمد

د قېس احمد د اختر ډالۍ، ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې واخیستل شو

د افغانستان ځوان او تکړه ورو توپ اچونکي قېس احمد د کوچني اختر د راتلو …