کورپاڼه / هنر او کلتور / شکتي کپور: اوس مرګ ډېر رانږدې شوی دی
شکتي کپور

شکتي کپور: اوس مرګ ډېر رانږدې شوی دی

د هندي فلمونو مشهور اداکار شکتي کپور وايي، چې د ټولنیزو رسنیو او ټلویزيون په کتلو يې زړه ډېر خپه کېږي، هغه دا هم وايي، چې اوس مرګ ډېر رانږدې شوی دی.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، شکتي کپور په یوه تازه مرکه کې په هند کې د کورونا ویروس په اوسني حالت ډېر خپګان ښکاره کړی دی. هغه وايي، چې تېر يو کال ډېر سخت تېر شوی دی او اوس مرګ هم ډېر رانږدې شوی دی.

نوموړي په خپله مرکه کې وویل، مخکې به خلکو ویل چې پلانکی مري او لس کاله وروسته به مړ شو، خو اوس هره ورځ ډلې ډلې خلک مري، اوس مرګ څه شی دی؟ دا خو اوس ډېر اسانه دی. هغه وویل، زما د یو ملګري ورور سهار روغتون ته لاړ او ماښام مې واورېدل چې هغه نور په نړۍ کې نشته.

شکتي کپور په هند کې د کورونا اوسني حالت په اړه وویل، چې د دې هر څه د کنټرول یوازینۍ لار دا ده، چې د هېواد ټولو وګړو ته د کورونا ضد واکسین وکول شي.

هغه وویل، زما د لور یوه ملګرې هند ته راغلې وه، هغې راته وویل، چې زموږ هېواد کې اوس خلک ماسک نه استعمالوي، خو هلته ۹۰ سلنه خلکو د کورونا ضد واکسین کړي دي. خو په هند کې بیا زموږ خلک همدا یوه خبره کوي، چې هر څه کېږي، بیا به وګورو، د همدې وجې نه کورونا له کنټروله وتلې ده.

دا هم ولولئ

اميتاب بچن

امیتاب بچن: د کورونا د مخنيوي په برخه کې به ۱۵۰ میلیونه روپۍ مرسته وکړم

د هندي سینما مشهور او مخکښ هنرمند امیتاب بچن وايي، چې د کورونا د مخنيوي …