کورپاڼه / خبرونه / عاطف مشعل له تاج ملک عالم سره کوم چل کړی و؟
عاطف مشعل، عزیزالله فضلي او تاج ملک عالم

عاطف مشعل له تاج ملک عالم سره کوم چل کړی و؟

د افغانستان کرکټ بورډ تخنيکي سلاکار او پخوانی مرستیال تاج ملک عالم وايي، چې د کرکټ بورډ پخواني عمومي ريیس شکر الله عاطف مشعل هغه او عزیزالله فضلي په چل باندې له خپلو دندو لیرې کړي و.

عاطف مشعل د نسیم دانش نه وروسته د کرکټ بورډ عمومي رییس ټاکل شوی و، چې له هغه وروسته بیا عزیزالله فضلي عمومي رییس شو او عاطف مشعل يې له کرکټ بورډ څخه لیرې کړ.

اوس تازه تاج ملک عالم په خپل یو پوسټ کې لیکلي دي، چې عاطف مشعل هغه او عزیزالله فضلي په چل له خپلو دندو څخه ليري کړي و، چې هغه وخت کې دا دواړه د کرکټ بورډ مرستیالان ول.

نوموړي په خپله فېسبوکپاڼه کې ليکلي: ((زه او فضلی ریس جمهور د کرکټ بورډ مرستیالان ټاکلی وه کله چی مشعل صیب چیرمین شو نو لومړئ یی مونږ ته وویل چی ما ته ریس جمهور هدایت را کړی چی مرستیالان ختم کړم مونږ ویل سمه ده چی ریس جمهور ویلی دی څه موده وروسته خبر شو چی چل یی را باندی کړی وه هیچا هم ورته نه وه ویلی. تریخ او چالباز انکشاف.))

د تاج ملک عالم په دې پوسټ باندې سلګونه کسانو تبصرې کړې دي او له هغه څخه يې غوښتنه کړې ده، چې باید د کرکټ بورډ د ډېرو کسانو په اړه دې حقایق ملت ته ووايي.

د يادولو وړ ده چې د عاطف مشعل د عمومي ريیس له مقررېدو وروسته حامد شینواري په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي و، چې مشعل د هغه طرحه پټه کړې او کرکټ بورډ ته يې پرې ځان رسولی دی. اوس نوموړی تازه څو ورځې وړاندې د کرکټ بورډ اجراييوي ريیس ټاکل شوی دی.

دا هم ولولئ

محمد نبي

د نبي خېریه بنسټ په کابل او ننګرهار کې له لسګونو کورنیو سره مرسته وکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره لوبغاړي محمد نبي خېریه بنسټ له لوري په …