کورپاڼه / اسلام / د روژې په دوه لسیزو کې ۳ میلیونه کسان مسجد الحرام ته تللي
کعبه

د روژې په دوه لسیزو کې ۳ میلیونه کسان مسجد الحرام ته تللي

د سعودي عربستان د سپېڅلو جوماتونو اداره وايي، چې د روژې مبارکې میاشتې په لومړیو ۲۰ ورځو کې ۳۰ لکه یا ۳ میلیونه کسان د لمانځه او عمرې لپاره مسجد الحرام ته ورغلي دي.

د عربي رسنیو د راپورونو په وېنا، د دغه ادارې مسوولینو ويلي دي، چې په ۲۰۲۰ کال کې د اکتوبر څخه راوروسته چې يې بیا د عمرو لپاره اجازه ورکړه، د ۲۰۲۱ کال د مۍ تر ۲مې نېټې پورې شاوخوا ۱۸ میلیونه کسانو لمونځ او عمره کړې ده، چې په دې کې ۵.۵ میلیونه کسانو عمره او ۱۲.۴ میلیونه کسانو لمونځونه کړي.

په راپور کې زیاته شوې ده، لمونځ ګزارو او عمره کوونکو ته هر ډول اسانتیاوې برابرې شوې وې، چې د رڼا لپاره هم نوی بندوبست شوی و، تر څو د رڼا په برخه کې کومه ستونزه رامخې ته نه شي.

همدا راز د روژې په مبارکه میاشت کې هم بیا د عمرې او لمونځ ګزارو لپاره هر ډول اسانتیاوې برابرې شوې دي، تر څو خلک په خوندي ډول لمونځ او عمره وکړي.

د یادولو وړ ده چې د روژې په میاشت کې چې څوک غواړي چې په مسجد الحرام کې لمونځ یا عمره وکړي، نو باید لومړی اجازه ترلاسه کړي او بیا په ټاکلې ورځ او وخت ورشي، که څوک پرته له اجازې ورغلل، نو ۱۰ زره ریاله به جریمه کېږي.

دا هم ولولئ

هغه کسان چې کبر کوي انجام به یې څه وي؟

موږ ټول په دې پوهېږو چې کبر کول یا ځان ډېر لوړ ګڼل د کبیره …