کورپاڼه / بېلا بېل / ((په خدای چې مړه شې هومره د وډبوم چې تاته هم خوند درکړي))
ظریفه غفاري

((په خدای چې مړه شې هومره د وډبوم چې تاته هم خوند درکړي))

د مېدان وردګو ولایت د مېدان ښار ښاروالې، ټولنیزې او سیاسي فعالې ظریفه غفاري په ټویټر کې یو ټویټ کړی دی، چې تر ډېره پورې يې د خلکو پام جلب کړی دی.

په دې ټویټ کې نوموړې د خپل ژوند د ملګري بشیر سره اخیستل شوی یو عکس خپور کړی دی، چې دواړه پکې په خندا لیدل کېږي، چې کوم ځای کې د سرک په غاړه باندې ولاړ دي.

له دې عکس سره ظریفه غفاري لیکلي دي: ((نن مې د ژوند شریک ته ویل: که ووژل شم په زړه مې ډير آرمان نشته، ښه تاریخ مې پریښی او تر یوه حده مې د وطن حق ادا کړی. دی راته د ټوکې په انداز وویل: زه د تاریخ څه کړم په خدای چې مړه شې هومره د وډبوم چې تاته هم خوند درکړي.))


د هغې په دې ټویټ باندې ډېرو کسانو تبصرې کړې دي او همدا راز دا ټویټ يې ریټویټ کړی هم دی، چې د هغې د وطن سره د مینې ستاینه يې کړې ده.

همدا راز د ظریفه غفاري د ژوند ملګري بشیر هم دې ټویټ ته لیکلي دي: ((توبه توبه! زما ټوکه د مجازي نړۍ ته راورسوله! خدای د وطن ته وساته.))

دا هم ولولئ

احمد شاه مسعود او احمد ضیا مسعود

د احمد شاه مسعود زوی د افغانانو غصه راوپاروله

نن په کابل کې د احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود د خپلو پلویانو یوه …