کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د کورونا له وجې ښايي د ای پي ایل ټولې لوبې ممبۍ کې ترسره شي
ای پي ايل

د کورونا له وجې ښايي د ای پي ایل ټولې لوبې ممبۍ کې ترسره شي

د هند کرکټ بورډ (بي سي سي ای) په دې اړه فکر کوي، چې د کورونا ویروس څخه د ای پي ایل د ساتلو لپاره د ای پي ایل پاتې ټولې لوبې په ممبۍ کې ترسره کړي.

د کریک انفو د يو راپور په وېنا، که چېرته د هند کرکټ بورډ د ای پي ايل ټولې سیالۍ ممبۍ ته انتقالوي، نو دا کار به په روانه اونۍ کې وکړي، خو که چېرته د هند کرکټ بورډ دا کار وکړي، نو مجبوره دی چې ځینو نورو برخو کې هم بدلون راولي

په مهالوېش کې ځينو ورځو کې دوه لوبې پلان شوي دي، چې ښايي په یو لوبغالي کې ترسره کول به يې يو څه ګران شي، همدا راز ښايي پایلوبه هم د مۍ په ۳۰مه نه بلکې په جون میاشت کې ترسره شي، چې ښايي د دې وجې نه د ټېسټ نړیوال چیمپینشپ پایلوبه هم اغېزمنه شي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې د هند کرکټ بورډ غواړي چې په ممبۍ کې نوی بایوببل سیسټم جوړ کړي او د ټولو لوبډلو لپاره ۸ هوټلونه پېدا کړي، چې هره لوبډله ځانګړی هوټل ولري او لوبغالو ته تګ راتګ لپاره يې هم ټول انتظامات وکړي.

په ممبۍ کې د کرکټ درې لوبغالي دي، چې که چېرته ياده پرېکړه وشوه، نو ښايي چې دا سیالۍ په دې درې واړه لوبغالو کې ترسره شي، په دې لوبغالو کې وانکیډی، بټیل او برابورن شامل دي.

د یادولو وړ ده چې د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې دوه لوبغاړو د کورونا ټېسټونه مثبت راغلي دي، چې له امله يې پرون د کلکته نایټ رایډرز او رایل چېلنجرز بېنګلور لوبډلو ترمنځ پلان شوې لوبه هم وځنډېده، همدا راز د چینای سوپر کنګز لوبډلې درې کسان هم په کورونا اخته شوي دي، خو لوبغاړي يې محفوظ دي.

دا هم ولولئ

محمد نبي او حسن خان

حسن خان: د خپل پلار (محمد نبي) په څېر د افغانستان لپاره لوبېدل غواړم

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره الراونډر لوبغاړي محمد نبي زوی حسن خان هم …