کورپاڼه / سياست او روانې چارې / بیل ګیټس ۲۷ کاله وروسته خپله ښځه طلاقه کړه
بیل ګیټس او ملینډا ګیټس

بیل ګیټس ۲۷ کاله وروسته خپله ښځه طلاقه کړه

بیل ګیټس او ملینډا ګیټس د ۲۷ کاله ګډ یا واده کړي ژوند تېرولو وروسته د طلاق پرېکړه کړې ده او وايي چې له دې وروسته دوی ښځه او خاوند نه دي.

د بي بي سي د يو راپور په وېنا، دواړو په ټویټر کې لیکلي دي، چې د دوی ۲۷ کلن ګډ ژوند پای ته رسېدلی دی او خپل ګډ ژوند يې په طلاق پای ته ورساوه.

دواړو په ۱۹۸۰یمه لسیزه کې لیدلي و، هغه وخت چې ملینډا د بیل ګیټس په مایکروسافټ کې دنده پیل کړې وه، دوی ۳ اولادونه هم لري او همدا راز د بیل او ملینډا ګیټس بنسټ په نوم یو بنسټ هم چلوي.

د دوی دا بنسټ چې میلیاردونه ډالرې يې د بېلا بېلو ناروغیو د مخنيوي او د واکسین جوړولو په برخه کې مصرف کړي دي، اوس به هم پکې دواړه ګډ کار کوي.

بیل ګیټس د نړۍ یو له شتمنو کسانو څخه دی، چې ۱۲۴ میلیارده امریکايي ډالر شتمني لري، هغه په ۱۹۷۰یمه لسیزه کې د مایکروسافټ شرکت جوړ کړی و، چې د سافټوېر په برخه کې د نړۍ ستر شرکت دی.

بیل او ملینډا دواړو په ټویټر کې د خپل واده د ختمولو او طلاق په اړه ټویټونه کړي دي او لیکلي يې دي، چې نور دوی ګډ ژوند ختم کړ، خو د بنسټ لپاره به دواړه په ګډه کار کوی.

دا هم ولولئ

وزیرستان اختر

وزیرستان کې نن اختر دی

پرون د شمالي وزیرستان په حیدرخیل سیمه کې شاوخوا شل کسانو د شوال میاشت لیدلې …